'له مجبورۍ د تناره تور لوګي ته ناسته یم'

'له مجبورۍ د تناره تور لوګي ته ناسته یم'

افغانستان اوس د څو لسیزو کورنیو جګړو وروسته یو داسې پړاو ته رسېدلی چې د هوسا ژوند په اړه یې ډ وګړو هیلې یو څه ډېرې شوې دي.

د دې مثبت بدلون یوه بېلګه هغه لوی شمېر مېرمنې دي چې له کوره بهر یې کارونو ته مخه کړې او له خپل وس سره سم د روزۍ موندلو په لټه کې دي.

په تېره یوه لسیزه کې تر یوه بریده د ښځو ژوند ښه شوی، عاید یې پیدا کړی او یو شمېر یې د خپل لاس ګټه خوري.

خو داسې مېرمنې هم کمې نه دي چې لیک لوست یې نه زده، نارینه یې د کار وړتیا نه لري او دوی پخپله اړې دي چې له یوې نه یوې لارې یوه مړۍ ډوډوۍ پیدا کړي.

ناهید (مستعار نوم) هم د همداسې مېرمنو په ډله کې ده چې ټول عمر یې بې وزلۍ کې تېر کړی.

زموږ همکاره وړانګه علیزۍ یې لیدلو ته ورغلې وه او د سترګو لیدلی حال یې وايي.

ناهید وايي، له ۱۴ کلونو راهیسې هره ورځ د تناره په تور لوګي کې خلکو ته ډوډۍ پخوي او د خپلو بچیانو لپاره یوه مړۍ روزي ګټي.

نوموړې وايي، زوی یې لا دومره لوی نه دی چې بهر ته ووځي، کار وکړي او مور او پلار هوسا کړي.

د شپږو لوڼو او دوو زامنو دغه مور وايي، مېړه یې هم نالوستی پاتې دی او کرۍ ورځ بازار کې د ترکارۍ خرڅولو ته ناست وي.

د دغې رنځېدلې مېرمنې خوا ته ورغلم، له یوې زړې خونې لوګی پورته کېده او وره کې یې یوڅو ماشومان د اوړو له ځغالو سره ناست وو.

له زړو جامو یې څرګنده وه چې په ژوند کې یې هېڅ د خوښۍ ورځ نه ده لیدلې.

ترېنه مې وپوښتل، مخکې له دې چې پر تناره ډوډۍ پخول پېل کړي څه یې کول؟ راته یې وویل:

"وړاندې له دې چې ډوډۍ پخول پيل کړم، کور کې به مې میشنګ او جوش شوې هګۍ په کور کې تیار کړل او بیا به مې لوڼو ته ور په سر کړل او هغوی به بیا بازار ته وړل او هلته به يې خرڅول. خو د وخت په تېرېدو هغوی هم غټې شوې او نور یې نشو کولې چې له کوره بهر ووځي او کار وکړي. خلکو به ځورولې او هر څه به یې ورته ویل. کله به چې کورته راغلې ماته به یې کیسه کوله. ما به ورته ویل چې خیر دی تاسې یې وزغمئ. "

له خبرو یې مالومېده چې د ژوند کړاوونه یې په ډېره حوصله زغملي دي.

د عکس تشریح،

ناهید وايي د همدې تناره له برکته خپله کورنۍ ساتي.

لږ وروسته یې راته وویل:" وړوکی زوی مې د شپږو کالو دی. جومات ته یې لېږم چې سبق زده کړي. خو چې جومات ته ولاړ شي تر بېرته راتلو یې زما زړه نارامه وي. نور ماشومان یې ځوروي او ورته وایي وګورئ د نانوایې زوی دی. زوی مې په ژړا کورته راځي او وايي نور جومات ته نه ځم. "

ترېنه مې پوښتنه وکړه چې له لوګي سره دې څنګه عادت کړی. څنګه کولې شې چې ساعتونه ساعتونه پر تناره تېر کړې؟

په خندا شوه او ویې ویل: "له مجبورۍ یې زغمم. اوس یې نو زما حالت هم خراب کړی. بډوډو مې درد پیدا کړی. سینه مې تل درد کوي. بس له وچ مجبوریته دلته ناسته یم. "

زما پام شو چې د روژې میاشت هم له څو کلونو راهیسې په سره ګرمۍ کې راځي.

ترېنه مې پوښتنه وکړه چې د روژې په میاشت کې خو به ډوډۍ نه پخوې؟

ځواب کې یې وویل "نه اختر لرم، نه روژه او نه نوی کال. بس تل همدا زه یم او ډوډۍ پخول. که یوه ورځ هم له کاره لېرې شم نو د یو وخت ډوډۍ ته حیرانه پاتې یم چې څه ډول به کېږي. هیله مې دا ده چې یوه ورځ به دغه تیاره پر ما هم رڼا شي."