"شاه امان الله خان دوه ځلې حج ته تللی و"
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

'شاه امان الله خان دوه ځلې حج ته تللی و'

د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان لور شهزادۍ هندیه په لندن کې د بي بي سي دفتر د کتنې پرمهال، د خپل پلار او مور ملکې ثریا په اړه هغه کیسې وکړې چې تراوسه ډېر لږ خلک پرې خبر دي. شهزادۍ د پلار پرتله خپله مور له اولادونو سره د کورني ډسپلین پلي کولو کې جدي وبلله. دې د امان الله خان هغه له احساساتو د ډکو شېبو کیسه وکړه چې افغانستان پسې به خپه کېده.