احمدظاهر د شادان صاحب په ټکو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"احمدظاهر پښتون و خو په دري ژبه یې ډېرې سندرې ویلي"

د احمدظاهر نژدې ملګري وایي، ده به په کنسرټونو او محفلونو کې خپلو اورېدونکو او مینه والو ته کتل او د هغه له ذوق سره سمې سندرې یې غوره کولې. ښاغلی راغب وايي، د ده په کنسرتونو کې به د دري ژبو او پښتنو سربېره ګڼ شمېر افغان سیکانو هم ګډون کاوه چې احمدظاهر هغوی هم په پام کې نیول او هندي سندرې یې ویلې. ښاغلی راغب زیاتوي د احمدظاهر پښتانه مینه وال هم د هغه د فارسي/ دري سندرو مینان ول.

عبدالله شادان بیا له پاینده څرګند سره په مرکه کې دا کومه نوې خبر نه بولي چې پښتون سندرغاړې دې لږ پښتو سندرې ویلې وي. ښاغلی شادان وايي " یو څه له یاده ونه باسو چې د افغانستان یو شمېر وتلي سندرغاړي اصلاً پښتانه دي، خو اکثریت یې فارسي سندرې ویلې دي، مثلاً احمدولي ته وګورئ، چې په خټه محمدزی دی، خو ډېری سندرې یې فارسي/ دري دي. تاسې ناشناس وګورئ چې پښتون دی، خو د پښتو برابر یې دري سندرې ویلي. تاسې استاد خیال وګورئ چې محمدزی پښتون دی خو د سندرو قاطع اکثریت یې فارسي دري دي او پښتو یې لږ ویلي دي. همداسې نینواز ته وګورئ. دا په دې معنا نه ده چې پښتو سندرې یې نه دي‌ ویلي".