د آریانا افغان هوایي شرکت الوتکه کې دننه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د آریانا افغان هوایي شرکت الوتکه کې دننه

د اریانا افغان هوايي شرکت چې په ۱۹۵۵ زېږدیز کال کې د یوه امریکايي هوايي شرکت په مرسته او شراکت جوړ شو، له لسیزو راهیسې د افغانستان د ویاړونو او افتخاراتو یوه برخه ده او نړیوالو ته یې افغانستان ورپېژندلی دی. د جګړې تر کلونو وړاندې چې د اریانا الوتکې هم نسبتاً نوې وې په نړیوال معیار برابر خدمات یې په هېواد کې دننه او بهر وړاندې کول.

د کورنیو جګړو پیل، د یو شمېر الوتکو ویجاړي او د بېلابېلو حکومتونو او زورواکو له خوا د اریانا بې حساب کتابه کارول دغه شرکت ته ډېر مالي زیان واړاوه.