کابل کې ناقانونه وسله وال هوايي ډزې کوي
کابل کې ناقانونه وسله وال هوايي ډزې کوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د یکشنبې (۹ سپټمبر) پر ورځ یو شمېر ناقانونه وسله وال کابل ښار ته ننوتلي وو او په هوایي ډزو یې د عامو خلکو ترمنځ وېره خوره کړې وه.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، په دې ډزو کې شاوخوا ۱۳ تنه عام وګړي ټپیان شوي دي.
په دې ویډیو کې د وسله والو یو کاروان لیدل کېږي چې د کابل اریا ښارګوټي ته ننوتلی.
ویډیو د بي بي سي یوه خبریال اخیستې ده.