''اواتار'' او د ''درد خزانه'' فيلمونه د اوسکار جايزې ته ونومول شول

اواتار فيلم
Image caption (اواتار) په دېر وروستيو کې د ګولډن ګلوب دوې مشهورې جايزې هم وګتلې .

د يوې پرمختللې ټيکنالوجۍ په مرسته جوړ شوي فيلم (اواتار) چې کيسه يې په عراق کې پر جګړې راڅرخي، د اوسکار جايزې ته نومول شوی او په نهو برخو کې کانديد دی .

(اواتار) د هارت لاکر نومي فيلم سره لويه سيالي لري .

هارټ لاکر د جيمز کامرن پخوانۍ مېرمنې کېټرن بيګيلو ډايرکټ کړی او په ډېر لږ لګښت جوړی شوی، چې په عراق کې د امريکايي پوځيانو لخوا د بمونو د خنثی کولو کيسه کوي .

دغه فيلم نهه جايزې ګټلې دي، چې يوه يې پکې ډايرکټر جيمز کامرن ته په برخه شوې ده او دغه فيلم دومره ډېر پلورل شوی، چې دوه ميليارد ډالره يې ګټلي دي .

دا فيلم د پرمختللې ټيکنالوجۍ په مټ جوړ شوی، چې د سپوږمۍ پر مخ د انسان او نورو موجوداتو د مقابلې يو نکل دی .

د تېر کال په پرتله سږ کال د ترټولو ښه فيلمونو اصلي کتګورۍ ته د پنځو فيلمونو پرځای لس فيلمونه نومول شوي دي .

په دغه لېست کې د (کوينټن تارننټينو) ، د دويمې نړيوالې جګړې فيلم (انګلوريس باسټر) هم ځای ورکړل شوی او په اتو برخو کې کانديد دی .

(اواتار) په دېر وروستيو کې د ګولډن ګلوب دوې مشهورې جايزې هم وګتلې .

بل فيلم (پريشس) نومېږي . دا د يوې پېغلې په اړه دی چې په نيويارک کې ژوند کوي اوتېرې پرې کېږي .

دوه برتانوۍ ستورې د تر ټولو ښه فيلم جايزې ته ولاړې دي .

په فيلمي نړۍ کې نوې قدم اخيستونکې کاري موليګن د (آن ايجوکېشن) په فيلم کې کار کړی . (کولن فيرت) هم اوسکار ته نومول شوی دی .

د اوسکار جايزې به په راتلونکې مياشت کې په هاليووډ کې د يوې لمانځنې په ترڅ کې ورکول کېږي .

کولن فيرت په A Single Man فيلم کې له جنسي پلوه د يوه شاذ سړي په رول کې کار کړی .