د پښتنو درنښت او له افغانانو سره د 'شيرين پاشا' مينه

شيرين پاچا
Image caption شيرينه شېر افضل خان ته چې د دې د پلار مصطفی کمال پاشا ژوند يې ژغورلی دی هيله څرګنده کړه که چې د دې سلامونه ، ښې هيلې اوکور وداني دې د رسنيو له لارې هغه ته ورسېږي.

دا د بنګالۍ نژادې فيلم جوړوونکې شيرين پاشا د فيلم يوه لنډه کيسه ده چې نوم يې د خپلې خاورې له خټو څخه ښايسته څه جوړول دي .

په کيسه کي شيرين پاشا استاد بسم الله هغه خټکر يا بنا دکابل په زړه سيمه مراد خانه کې د افغانانو په هغه طبعي فلسفه کې غږولی چې د خټو د مړوالي او ژونديتوب په باره کې دحکمت نکل ورته کوي .

پردې سربېره په فيلم کې ترکاڼ د خپلې ترکاڼۍ د موادو د استعمال او د سکڼلو حکمتونه يادوي .

که څه هم په فيلم کي د موسيقۍ په باره کې څوک نه دی ږغېدلی، خو د رباب يوه خيالور نغمه له موضوع سره سم پکې ځای شوې ده .

شيرينه وايي چي دغه کيسې د افغانانو د تخليقي وړتيا په ځلولو کې د دې يو ډول هڅه ده .

دغه فيلم چي څو شپې د مخه د امريکا د سانفراسيسکو په ښار کې د سويلي اسيا د فيلمونو په مېله کي نندارې ته وړاندې شو، نندارچيانو يې ښه سم هرکلی وکړ.

شيرينه وايي چې موضوع يې د افغانستان د کلتور هغه برخه ده چز د امريکا رسنۍ يې نه ښکاره کوي .

شيرينه شېر افضل خان ته چې د دې د پلار مصطفی کمال پاشا ژوند يې ژغورلی دی هيله څرګنده کړه که چې د دې سلامونه ، ښې هيلې اوکور وداني دې د رسنيو له لارې هغه ته ورسېږي.

دا وايي چې د داسې خلکو شمېر لږ نه دی چې د افغانستان د کلتور له پېژندلو سره يې زړه غواړي . په تليفون کې مې ترې وپوښتل چې څه شي دغه موضوع او ددغه فيلم جوړولو ته وهڅوله؟

شيرينې له سانفراسيسکو څخه راته وويل ((يو علت چې زه يې د افغانستان تګ ته وهڅولم دا و، چې د بنګله دېش د خپلواکۍ په شپو کې زما پلارمصطفی کمال پاشا يو له هغو په زرګونو بنګياليانو څخه و، چې پښتنو يې ژوند ژغورلی و . ))

Image caption شيرينې له سانفراسيسکو څخه راته وويل يو علت چې زه يې د افغانستان تګ ته وهڅولم دا و، چې د بنګله دېش د خپلواکۍ په شپو کې زما پلارمصطفی کمال پاشا يو له هغو په زرګونو بنګياليانو څخه و، چې پښتنو يې ژوند ژغورلی و .

آغلې شيرينه وايي چې د شېر افضل خان په نامه يوه پښتون په هغه زمانه کې د دې پلارد اسلام اباد څخه د ډيورنډ د کرښې څخه کابل ته اړولي و، چې دا وايي که دغه پښتون يې د پلار ژوند نه وای ژغورلی نو نن به شيرينې په نړۍ کي سترګې نه وای غړولي.

دا وايي چې د پښتنو درنښت او د افغانستان سره مينه د دې په زړه او کورنۍ کي د ژوند يوه ښه او د نه هېرېدلو خاطره ده .

آغلې شيرينه وايي چې د دغه فيلم نوم يې سمبوليکه مانا لري . خاوره د هېواد، همدارنګه د خټو په مانا چې په جوړولو کې کار ترې اخيستل کېږي. ښايسته د هغه نيلوفر ګل په مانا چې په اوبو کي راشين کېږي .

دا وايي چې په افغانستان کي د تمدنونو د تفاهم تفکر او تنوير د دغه هېواد ارزښت او جوړښت ځلوي .

شيرينه دا باور هم لري چې د دغه کمال لرونکو افغاني هنرمندانو نظريې د تصور او علت الهام او تخليقي حکمت له نړيوالو علمي بحثونو سره سم دم تړاو لري .

شيرينه شېر افضل خان ته چې د دې د پلار مصطفی کمال پاشا ژوند يې ژغورلی دی هيله څرګنده کړه که چې د دې سلامونه ، ښې هيلې اوکور وداني دې د رسنيو له لارې هغه ته ورسېږي