په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پېلوزې اوونيزه هنري ادبي خپرونه

پيلوزى دا اوونۍ د يوه نړيوال پښتو څېړونکي د ژوندانه د نوي يم کال پر يادونه پيلوو. په مزارشريف کې د رحمان بابا يو بيت د نوروز په وياړ طرحې مشاعرې ته غوره شوى چې د چمتووالي حال يې درکوو. په هرات کې د يوه نوي ادبي بهير"ور" پرانستل شوى چې سر به ورښکاره کړو او بيا به د پاپ سندرغاړي مايکل جکسن ياد وکړو چې د سندرو پلرونه يې تر مړينې وروسته هم لا نړيوال ريکارډ لري.

دا اوونۍ د افغاني ژبو او کلتور د يوه وتلي څېړونکي او پوهنتوني استاد کنستانتين لېبېدېف د زوکړې ٩٠ کاله پوره شول. لېبېدېف د هغه نسل استازى دى چې په روسيه کې يې د افغانستان پېژندنې بهير چې اصلا" په اتلسمه پېړۍ کې پيل شوى و، تر اوسمهاله راورساوه. ده د ژوندانه اويا کلونه د افغانستان پر سپړلو او په تېره بيا د پښتو ژبې د گرامراو قاموسونو په پييلو تېر کړي دي. کنستانتين لېبېدف په دې بوډا عمر کې هم لا له تدريس نه لاس نه دى اخيستى او د مسکو په دولتي پوهنتون کې د پښتو ژبې زده کوونکي روزي.

د هغه کاليزې ته چمتووالى په مسکو کې د افغانستان د لوى سفارت کلتوري څانگه کوي او هلته مېشتو افغانانو يې د مالي بار په پورته کولو کې اوږه ورکړې ده.

ددغه سفارت له کلتوري مسوول او زموږ له مخکني همکار لطيف بهاند سره مې په پيلوزي کې ځانگړې مرکه لرو.

په شمال کې پښتانه شاعران په لومړي ځل له خپلو دري ژبو ملگرو سره په يوه گډه مشاعره کې برخه اخلي چې د پسرلي راتگ وستايي. دوى ته ځايي چارواکو بلنه ورکړې چې د عبدالرحمان مومند او مولانا جلال الدين محمد بلخي يو يوغوره شوى بيت په پام کې ونيسي او د پسرلي او سره گل ستاينې وکاږي.

سمبالوونکي وايي چې غوښتنې ته يې تر اوسه لسگونو شاعرانو ځواب ويلي دى.

مشاعرته پر چمتووالي امير بريال له مزارشريف نه د پيلوزي يارانو حال راکړى دى.

په هرات کې بيا د کلتوري هڅو يوه بله ټولنه پرانستل شوې چې موخه يې ځانته د نوي توکم کلتوري روښانتيا ټاکلې ده.

د "ور" کلتوري بهير کې سملاسي د افغانستان د لوېديځې کړۍ هغه مينه وال راټول شوي چې په پښتو ژبه ليکنې او پنځونې کولى شي. تر دې وړاندې "د سپينې ادې" او "ملالۍ" کلتوري ټولنې هم په دغه سيمه کې د ورته موخو لپاره جوړې شوي او ځينې څېړونکي اندېښمن دي چې ښايي د ټولنو ډېرېدل د شنډوونکو سياليو لامل شي.

خو د "وره" ساتونکو په هرات کې د پيلوزي گرځوونکي – محمد قاضي زاده ته ويلي چې ټول به لکه د يوه -- گام پورته کوي.

مايکل جکسن

د امريکا پاپ سندرغاړي- مايکل جکسن تر مړينې يو کال وروسته هم يو بل نړيوال ريکارډ تر لاسه کړ. د هغه وارثينو ومنله چې د ٢٠٠ ميليونو ډالرو په ارزښت له "سوني ميوزيک" شرکت سره د هغه د سندرو د ثبت تړون وکړي چې مخکې يې په تاريخ کې سارى نه دى ليدل شوى.

Image caption مايکل جکسن تر مړينې وروسته هم ريکارډ ماتونکى دى

ويل کېږي چې په دې معامله کې لس البومونه راځي او د يوه سندرې يې مخکې چا نه دي اورېدلي. د جکسن يوه ملگري جان برانکا چې ددې معاملې په سمبالولو کې ښکېل و وايي، دا د څو معاملو په ډله کې لومړۍ ده او نورې به وروسته راځي، خو څه يې پرې ور زيات نه کړل. د برانکا په وينا، په دې سندرو کې ځينې نوي دي، ځينې يې په دې وروستيو کې ثبت شوې وې او دوه يې مايکل جکسن د خيرات په توگه له بېوزلو سره د مرستې لپاره ويلي وې خو بازار ته نه وې وړاندې شوې.

سندرغاړى مايکل جکسن تېر کال په جون کې د ٥٠ کلو په عمر د امريکا په لاس انجليس کې مړ شو. ټاکل شوه تر يوه اوږده ځنډ وروسته په برتانيه کې د يو لړ کنسرتونو په ورکولو هغه يو ځل بيا د موسيقۍ پر ډگر راڅرگند شي. خو مرگ يې دغه هوډ شنډ کړ.

له سوني شرکت سره د هغه د سندرو د خپرولو نوى تړون، که چېرې يو لړ شرطونه په کې پلي شي، د امريکايي رسنيو له خولې ښايي تر ٢٥٠ ميليونو ډالرو ورسېږي.

دغه شرکت د مايکل جکسن تر مړينې را وروسته مياشتو کې تر اوسه د هغه د سندرو ٣١ ميليونه نسخې په ټوله نړۍ کې پلورلې دي.

خو په امريکا کې د بي بي سي يو خبريال وايي د مايکل جکسن له دې سندرو تر لاسه شوې پيسې ښايي د هغو سترو پورونو پر اداينه ولگول شي چې هغه له ځانه پرېښي وو.

د پيلوزي اوونيز کلتوري خبرونه:

د اسپانيا د نوميالي انځورگر – پابلو پيکاسو يو انځور چې څه له پاسه يوه پېړۍ دمخه کښل شوى و، يو ځل بيا په بېسارې بيه بازار ته وړاندې شوى دى.

د "انگېل فيرنانديز دي سوتو" انځور د پنځوسو او شپيتو ميليونو ډالرو په شاخوا کې اټکل شوى چې په اروپا کې تر دې وړاندې يو انځور هم په دومره بيه نه دى ارزېدلى. ټاکل شوې وه دغه انځور څلور کاله مخکې په ٦٠ ميليونو ډالرو وپلورل شي، خو د هټلر له ناڅي رژيم سره يې د څښتنې ټولنې د تړاو پر شک، وځنډېده.

او په پښتو ژبه د ځينو خپرو شويو کتابونو ليکلړ داسې دى:

مينه د ننگ په لومو کې او د تورتم پر لور – دوه ناولونه چې محمد آصف عمر کښلي دي، د کوچنيانو لپاره د اجمل تورمان ځانگړي شعرونه او ترانې چې "پنځه" نوم ورکړ شوى دى.

او ننگرهارۍ مجلې "مينې" بله گڼه مينه والو ته وړاندې کړې چې د خپرېدا له اتم کال سره يې سمه راوتلې ده.