په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ځانگړې مرکه: زلمى خليل زاد په نوي لمريز کال کې د افغانستان حالات ارزوي

Image caption ډاکټر زلمى خليلزاد وايي دى به د افغانستان د ولسي جرگې په ټآکنو کې ځان کانديد نه کړي .

په ملگرو ملتونو ، عراق او افغانستان کې د متحدو ايالاتو مخکينى سفير ډاکټر زلمى خليل زاد په راتلونکو دولس مياشتو کې د افغانستان پر حالاتو خپل نظر وړاندې کوي .

ښاغلى خليلزاد باوري دى چې که ځينو برخو ته دقت وشي نو په افغانستان کې سوله ممکنه ده .

ډاکټر زلمى خليلزاد پر پاکستان شک لا هم لري او گومان کوي چې تر څو پاکستان د افغانستان په باب نظر بدل نه کړي ستونزې به پر ځاى وي .

دغه مخکينى لوړ پوړى ديپلومات وايي چې دى د افغانستان د ولسي جرگې په راتلونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي خو هيله لري چې د کار خلک ورته بريالي شي .