د افغانستان کابو ۲۰۰ کالو پخوانيو تصويرونه نندارتون

.
Image caption د کابل په بابربڼ کې د جوړ شوي دغۀ نندارتون تصويرونه له ١٨٣٠ کاله تر ١٩٢٠ پورې د افغانستان نژدې سل کاله تاريخ بيانوي.

په کابل کې د نژدې دوو سوو کلونو پخوا هغو تصويرونو نندارتون جوړ شوى چې انگليسي سيلانيانو او عکاسانو په افغانستان کې اخيستي وو. دغه نندارتون د برتانيا ملي کتابتون د اغاخان د کلتوري مؤسسې په مرسته په بابر بڼ کې جوړ کړى دى.

د نندارتون جوړوونکي وايي چې په دې سره به افغانانو ته د خپل تېر تاريخ يو زيات شمېر هغه برخې د تصوير په ژبه بيان شي چې تر دې مهاله نه دي ترې خبر.

دا په کابل کې د خپل ډول لومړنى نندارتون دى، چې په کې د افغانستان تاريخي تصويرونه نندارې ته اېښودل شوي دي. په دغو ١٥٠ تصويرونو کې د شاوخوا دوو سوو کلونو پخوا افغانستان د اوسېدونکو حالت، ژوند او کلتور بیان شوى چې ډېر په زړه پورې دى.

تصويرونه پر افغانستان د انگليس ځواکونو د بېلابېلو تېريو پرمهال اخيستل شوي او اصل يې لاهم د بريتانيا په ملي کتابتون کې ساتل کېږي. د دغه کتابتون يو غړى جان فالکنر وايي.

دوى د بېلابېلو هيوادونو ورته تصويرونه لري چې په افغانستان پورې د اړوندو هغو د يوې برخې کاپي يې نندارې ته وړاندې کړې ده:

Image caption په کابل کې د اغاخان د کلتوري موسسې غړى او د نندارتون يو سنبالوونکى احمدشاه وردګ وايي چې تصويرونه به له يوه مياشتني نندارتون وروسته د افغانستان ملي ارشيف ته وسپارل شي.

" د برتانيا ملي کتابتون د هند، سويلي اسيا، افغانستان او ټولې نړۍ ارزښتناکه ټولگې لري. موږ ډېر لېواله يو چې دغه ټولگې خپله په دغو هيوادونو کې نندارې ته وړاندې شي. ډېر خلک غواړي دغه تصويرونه په افغانستان کې وگوري دا ځکه چې هغوى نه شي کولاى بريتانيا ته ولاړ شي، موږ هڅه کوو هغه دلته راوړو. "

د کابل په بابربڼ کې د جوړ شوي دغۀ نندارتون تصويرونه له ١٨٣٠ کاله تر ١٩٢٠ پورې د افغانستان نژدې ۱۰۰ کاله تاريخ بيانوي.

په دغو کلونو کې انگليس پوځونو له افغانانو سره سختې جگړې کړي او تصويرونه هم تر ډېره د هغو کسانو لخوا اخيستل شوي چې له انگليس ځواکونو سره افغانستان ته راغلي وو. په تصويرونو کې د درباريانو، سرتېرو، خواريکښو او ان سوالگرو انځورونه ښودل کېږي.

په کابل کې د اغاخان د کلتوري موسسې غړى او د نندارتون يو سنبالوونکى احمدشاه وردګ وايي چې تصويرونه به له يوه مياشتني نندارتون وروسته د افغانستان ملي ارشيف ته وسپارل شي.

پر افغانستان د بريتانويانو د بريدونو تاريخ د هر افغان لپاره په زړه پورې او د لوستو وړ دى، خو د ډېرو په وينا دا لومړى ځل دى چې د هغه وخت حالت اوسنيو افغانانو ته د تصوير په ژبه ښودل کېږي، داسې چې خلک په خپلو سترگو د شاوخوا دوه سوه کاله پخوا افغانستان حالت او د خلکو د ژوند څرنگوالى ويني.