ستاسو غږ: په افغانستان کې د وينا د آزادۍ پولې او بريدونه

د مۍ د دريمې د بيان د آزداي د نړيوالې ورځې له کبله د ستاسو غږ د دې اوونۍ په پروگرام کې د بيان دآزادۍ پر پولو او بريدونو افغانستان کې بحث کوو.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د بيان آزادي له تيري خوندې ده او هر افغان حق لري چې خپل فکر د وينا، ليکنې، انځور او يا نورو وسايلو له لارې د اساسي قانون د حمکونو له رعايت سره سم څرگند کړي .

د اساسي او رسنيو د قوانينو پر بنسټ تيرو اتوکلونو کې گڼ شمير خصوصي ټلويزيونونه ، راډيو گانې او ورځپاڼې افغانستان کې جوړې او خپريږي.

دېته کور د ننه او بهر د بيان د آزادي د يوه لوى پرمختگ په سترگه کتل کيږي.

له دې سره سره يو شمير افغان ورځپاڼه ليکونکي شکايت لري چې ولس ته د معلوماتو د رسولو په برخه کې له گڼو ستونزو او په دې ډله کې له سخت فشار، وهل ټکولو ، بندي کولو او نورو گواښونو سره مخامخ دي.

خو ځيني نور بيا اندېښنه لري چې يوشمېرکسان دفکر اوبيان د آزادۍ په ناسم تعبير سره گډوډۍ ته لمن وهي او دخلکو او شخصيتونو سپکاوى کوي .

پوښتنه داده چې د بيان آزادۍ ريښتونې مفهوم څه دى او ددغه آزادۍ پولې او بريدونه کوم دي ؟

په دې برخه کې ستاسو تجربې څه دي ؟

که غواړي چې په دې برخه کې خپلې نظريې او پوښتنې له اوريدونکوسره شريکې کړي ، نو د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شميره راته تيلفون وکړﺉ:

00442078360331 دا رنگه د برېښناليک له لارې هم خپل پيغامونه راستولى شيء:

Pashto@bbc.co.uk