په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسو غږ، په کابل کې د امريکا له سفير کارل ايکن بيري سره

Image caption د امريکا سفير ښاغلي ايکن بېري پر همدې مهال ومنله چې د واشنگټن او کابل ترمنځ اختلافونه شته خو زياته يې کړه چې د دواړو هدفونه سره گډ دي.

په افغانستان کې د امريکا سفير جنرال کارل ايکن بيري وايي تر هغه مهاله چې په پاکستان کې د اورپکو پناه ځايونه له منځه نه وي وړل شوي، په افغانستان کې به د سولې او ټيکاو راوستل ډېر گران وي.

تردې وړاندې افغان چارواکو هم په بيا بيا په پاکستان کې د اورپکو شته والي ته گوته نيولې چې پاکستان تل رد کړې ده.

د امريکا سفير ښاغلي ايکن بېري پر همدې مهال ومنله چې د واشنگټن او کابل ترمنځ اختلافونه شته خو زياته يې کړه چې د دواړو هدفونه سره گډ دي.

نوموړي دغه څرگندونې په داسې وخت کې کړي چې افغان ولسمشر حامد کرزى په راروانه اوونۍ کې د ولسمشر اوباما په بلنه امريکا ته روان دى.