اپل "آیفون 4 بازار ته راوباسي"

سټيف جوبز له ایفون سره
Image caption آیفون 4 به ډېرې ځانګړنې لري، چې يوه به یې د وېديو له لارې خبرې کول هم وي.

د امريکا "اپل" کمپنۍ غواړي چې د نړۍ بازارونو ته د آیفون د مینه والو لپاره "آیفون 4" تيلې فون راوباسي، چې تر پخواني هغه به ۲۴ په سلو کې نری وي.

اپل وايي دا ګام يې وروسته له هغه واخیست، چې په نړۍ کې د آیفون کاروونکو شمېر مخ پر زياتېدو شو.

ګرځنده تيلې فون که کوچنی لابراتوار

د اپل کمپنۍ رييس سټيف جوبز ويلي دا نوی آیفون به "د ايفون د لومړي تيلېفون له جوړولو وروسته تر ټولو لويه لاسته راوړنه وي."

د آیفون په دې راوتونکې ۴ بڼه کې به تر پخوانۍ هغې ډېرې اسانتیاوې وي، چې د وېديو له لارې به هم خلک له ملګرو سره خبرې کولی شي، خو په داسې ځای کې چې د بې سيم انټرنېټ پوښښ موجود وي.

د ګرځنده تيلې فون په بازار کې آی فون درېم ځای لري، تر هغه مخکې د بلاکبيري او سیمپيان ګرځنده ټيلې فونونونو ډېر مينه وال لرل.

خو اوس د ګوګل ګرځنده تيلې فون انډروييډ د آیفون له لویو سیالانو څخه دی.

ټاکل شوې چې د آیفون ۴ بڼه به د راتلونکې جولای مياشتې پر ۲۴مه بازار ته ووځي.

او د ۳۲ ګيګابايټه حافظې لرونکي بيه به يې ۲۹۹ ډالره، او د د ۱۶ ګيګابايټه بيه به يې ۱۹۹ ډالره وي.

د دغه نوي آیفون 4 اعلان د امريکا په سان فرانسيسکو ایالت په لوېديځ کې د یوې خبري غونډې پرمهال وشو.

Image caption دغه شرکت له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا تر اوسه شاوخوا ۵۰ ميليون ايفونونه خرڅ کړي دي.

خو لاهم بازار ته د دغه موبایل د راوتلو وخت شته.

د اپل کمپنۍ رييس سټيف جوبز ويلي دا نوی آی فون به " له شک پرته ډېر دقيق وي او د دغه شرکت په تاريخ کې به تر ټولو ډېره غوره توليد شوی توکی وي. "

پر همدې مهال، ويل کېږي چې د دغه نوي آیفون ۴ الکترونيکي سيستم به ډېر حساس خو په کوچنۍ ټيکنالوجۍ سره جوړ وي، چې بيټرۍ به يې د پرلپسې خبرو پرمهال د اوو ساعتونو او د انټرنېټ د لټون پرمهال لس ساعته کار کوي.

او که چېرې هېڅ کار ورباندې ونه شي، خو چالان وي، نو د ۳۰۰ ساعتونو لپاره به يې بيټرۍ بياچارجول نه غواړي.

د دې نوي آیفون ۴ په مخکنۍ او شاتنۍ برخو کې به دوه کامرې وي.

او د اوسني آیفون پرتله به د آی فون 4 د ښيښې رڼښت څلور ځلې زيات وي.

د ويلو ده چې "ایفون" د اپل کمپنۍ د توليداتو په سلو کې ۴۰ برخې جوړوي.

دغه شرکت له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا تر اوسه شاوخوا ۵۰ ميليونه آيفونونه خرڅ کړي دي.

ورته مطالب