د دارالامان ماڼۍ په انځورونو کې

د دارالامان ماڼۍ د کابل په سوېل لوېديځ چهاردهي په سيمه کې، چې مخکې د افشار تپې په نامه یادېده، موقعیت لري.

دغه ماڼۍ د امان الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې ده.

د ماڼۍ د انجنيرۍ چارې په ۱۳۰۴ هـ ق کال کې د الماني انجنير والټر هارټ په شتون کې پيل او په ۱۳۰۶ کال کې پای ته ورسېدې.

له دغه سره ۱۲ نور الماني انجنيران هم بوخت ول.

په دغه ماڼۍ کې ټولې ‍۱۵۰ لويې او کوچنۍ خونې دي، چې د اماني دورې د سلطنت ټولو دستګاوو ګټه ترې اخیسته.

دغه ماڼۍ د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال سخته زیانمنه شوې، چې لا يې هم ټپونه نه دي پرهر شوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .