په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کبير خان : د هالند لوبې افغانستان ته ډيرې مهمې دي

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې روزونکى وايي په هالند کې روانې سيالۍ د دوى لپاره نه يوازې د درجه بنديو لپاره بلکې د کريکت شورا له خوا ورته د بوديجې د ټاکنې لپاره هم اهميت لري .

Image caption کبير خان وايي په ملي لوبډله کې بايد په لنډ راتلونکي کې ځوان لوبغاړي راشي

روزونکي کبير خان له هالند سره تر خپلې لوبې وړاندې بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په مرکه کې پر بيلا بيلو مسايلو خبرې کړي دي .

لومړى کبير خان دا وايي چې له هالند سره د چارشنبه ( د جولاى ٧ ) لوبه ولې ورته سخته ده .