په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پيلوزی، ادبي هنري پروګرام

د دې اوونۍ په پیلوزی کې دغه مطالب سره پېیل شوي دي:

د افغانستان د پوهنې وزرات په هغه نندارتون غږیږو چې څه د پاسه ۲۰۰ کلونو راهیسې د واکمنو، سیاسي او ټولینزو سټو انځورونه پکې دي.

د افغانستان د شاهي دولت تر نسکورېدو په راوروسته پېښو د تاریخ په کتابونوخبرې کوو.

په افغانستان کې د راډيوګانو ډېرښت څومره ګتور دی؟

او په پاکستان کې په هغه فلم بندیز چې د بن لادن نوم پکې راځي.

د افغانستان د پوهنې وزارت تېره اوونۍ په کابل کې د انځورونو داسې نندارتون جوړکړی و چې د افغانستان څه د پاسه ۲۱۵ کاله راهیسې واکمنانو، پادشاهانو او ولسمشرانو انځورونه پکې ښوول شوي دي.

دا انځورونه چې د نړۍ له بېلابېلو برخوراټول شوي اوزیاتره توراو سپین دي، د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې نندارې ته وړاندې شول.

د وزارت چارواکی وایي له نندارتون سره لېوالتیا خورا زیاته وه او دوی هوډ لري څو نورو ولایتونو ته هم نندارتون ولېږدوي او په رااتلونکي کې به هڅه وکړي چې د زده کوونکو لپاره په ښوونیزو کتابونوکې هم ګټه ترې واخلي.

که د افغانستان ۲۱۵ کلن تاریخ په هېواد کې په انځورونوکې ښوول شوی، نو بل لورته ددې هېواد د وروستیو شاوخوا۴۰ کلونوتاریخ بیا د کتاب په بڼه خپورشوی دی.

تاریخ پوه ډاکترحسن کاکړ چې اوس په متحدو ایالتونو کې مېشت دی، زیات تاریخی اثار لري.

د افغان او انګلیس دویمه جګړه’’

د نوموړې یو کتاب چې (د افغان اوانګلیس دویمه جګړه) نومېږي، څه موده وړاندې په لندن کې د لیکوالو ټولنې له دري نه پښتو ته واړاوه او چاپ یې کړ.

Image caption د فلم نوم دی (له بن لادن پرته) او لوبغاړی یی هم بن لادن ته ورته دی.

ډاکتر کاکړ په دې وروستیو کې دوه کتابونه چاپ کړي او یو بل یې ترچاپ لاندې دی.

لومړني دوه کتابونه یې د سرطان (چنګاښ) او ثور(غويي) کودتاوې او دریم ناچاپ شوی یې د شوروي افغان جکړه نومېږي.

ښاغلی کاکړ د افغانستان د بې ثباتۍ لامل چې لاهم روان دی د داود خان د چنګاښ د۲۶ مې کودتا اوبیا د خلق د دموکراتیک ګوند کودتا بولي او دلیل یې دا ښيي چې په افغانستان کې د شاهي دولت په ړنګېدوسره له یوې خوا په سیمه کې افغانستان کمزوری شو او بل لورته کودتاوو ته لاره اواره شوه.

د افغانستان د تاریخ لیکنې په برخه کې کم تاریخ پوهان شته چې هغه یې بې پرې او بې مطلبه لیکلی و.

په ځانګړې توګه د دې هېواد د وروستیو کلونو تاریخ که څه هم زموږ د سترګو پر وړاندې تېر شو خو د اصلی بڼې په لیکلو کې د دې تاریخ لوستلو لاهم د ډېرو تنده نه ده ماته کړې او په راتلونکو پروګرامونو کې به د ښاغلي کاکړ ددغو کتابونو ارزونه وکړو.

د افغانستان تاریخ که هغه لرغونی دی او که اوسنی له خورا زیاتو پېښو ډک دی او اوس نړیوال هڅه کوي ځانونه پرې پوه کړي.

داسې هڅې په متحدو ایالتونوکې هم روانې دي چې په افغانستان کې اوس ښکېله ده . یوه داسې هڅه په انټرنېټ د افغانستان د لرغونو اثارو پرلیکه کول دي چې د نیویارک دیجیتل کتابتون د دې چارې هوډ کړی دی.

اسامه بن لادن

د افغانستان په اوسني تاریخ کې به د عرب اسامه بن لادن نوم هم یاد شي چې په افغانستان کې د شوروي نیواک پرضد جنګېده او لوېدیځ یې ملاتړله.

خو وروسته لوېدیځ ترهګر وباله بن لادن افغانستان ته پناه یووړه ، دا ځل یې طالبانو ملاوتړله او امریکا ته یې له سپارلو ډډه وکړه .

امریکا پر افغانستان برید وکړ، د طالبانورژیم یی ړنګ کړ، خو د جګړې ډګر بیا هم افغانستان وګرځېد.

په دې اړه به بیاهم تاریخ خپل قضاوت کوي خو د اوس لپاره په بالیووډ کې پرهغه هندي فلم تم کېږو چې اصلی کرکتر یې پاکستانی دی خو په پاکستان کې بندیز پرې لګېدلی.

د فلم نوم دی (له بن لادن پرته) او لوبغاړی یی هم بن لادن ته ورته دی.

فلم چې نن باید په پاکستان کې نندارې ته وړاندې شوی وای، چاروکو ځکه بند کړی دی چې ددوی په ګومان ښایي بنسټ پال د بریدونو لپاره ترې الهام واخلي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې خبري رسنۍ ډېرې شوې . خصوصي تلویزیونونه، راډیوګانې ، مجلې، ورځپاڼې د هر بل وخت په پرتله زیات شوي.

د افغانستان په جنوب ختیځ خوست کې د کلید او نن په نوم د دوو نوو راډیوګانو په کارپیل وکړ.

اوس هلته ۷ رسمي راډیوګانې فعالې دي.