افغان امنيتي ځواکونه څرنګه د هېواد ددفاع جوګه کېدای شي؟

افغان سرتېری

د افغان پوځ شمېر اوس تر ۱۳۰ زرو ډېر ښوول کېږي، چې په سپکو وسلو او ماشينگڼو سمبال دى.

په کابل کې د سه شنبې په ورځ د جوړې شوې نړيوالې غونډې تر ټولو يوه مهمه خبره دا وه چې تر ٢٠١٤ کال پورې به افغان ځواکونه په درست هېواد کې د پوځي چارو او پوځي عملياتو مشري کوي.

د کابل غونډې ته د وينا پرمهال، افغان ولسمشر حامد کرزي وويل، هڅه کوي چې د څومره والي او څرنگوالي له پلوه افغان پوځونه نورو څلورو کلونو کې وهغې کچې ته ورسوي، چې خپله د خپل هېواد او خپلو خلکو دفاع او ساتنه وکړاى شي.

د امريکا او برتانيا په گډون د ناټو غړو هېوادونو افغانانو ته د امنيتي مسؤوليتونو د سپارلو له پلان نه ملاتړ وکړ او ژمنه يې وکړه چې په دې برخه کې له افغان حکومت سر ه بشپړه مرسته او همکاري کوي.

دغه اعلان داسې مهال کېږي چې امريکا غواړي سر له راتلونکي کال نه له افغانستانه د خپلو سرتېرو وتل پيل کړي او برتانيا پلان لري چې څلورو نورو کلونو کې له افغانستان نه خپل سرتېري وباسي.

د افغان پوځ شمېر اوس تر ۱۳۰ زرو ډېر ښوول کېږي، چې په سپکو وسلو او ماشينگڼو سمبال دى.

افغان پوځ هوايي، توپچي، ټانک او انجينيري ټولگې نه لري چې د يوه پوځ د شا تير بلل کېږي.

د افغان پوليسو شمېر هم نژدې ۱۰۰ زره ښوول کېږي چې په فساد کې ښکېل گڼل کېږي.

افغان پوځ او افغان پوليس دواړه اوس د بهرنيو سرتېرو له ملاتړ ه پرته په خپلواکه توگه عمليات نه شي ترسره کولى.

پوښتنه اوس داده چې تر ٢٠١٤ کال پورې به افغان پوځونه خپله د خپل هېواد او خپلو خلکو د دفاع او ساتنې جوگه شي؟

تاسي کومې لارې چارې وينئ چې پربنسټ به يې راتلونکو څلور کلونو کې افغان امنيتي ځواکونه دا وړتيا ترلاسه کړي؟

غواړو له تاسې واورو. يا راته پر 2078360331 0044
زنگ را ووهئ او يا مو اېس اېم اېس يا لنډ ليکلى پيغام دې شمېرې ته راواستوئ: 00447786208888

وخت :د پنجشنبې ماښامنۍ خپرونه

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .