په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان ځواکونو تر مخ د روزنې درنه دنده

په داسې حال کې چې د کابل نړيوال کنفرانس په مهال افغانستان يو ځل بيا د نړيوالو د پام په سر کې و، يوه مهمه موضوع چې کې پرې خبرې وشوې، د افغان ملي پوځ د روزنې هلې ځلې وې. افغان ولسمشر حامد کرزي هوډ څرګند کړ، چې ځواکونه به يې په ۲۰۱۴ کال کې په ټول افغانستان کې د پوځي او امنيتي چارو بشپړه دنده پر غاړه اخلي.

Image caption افغان امنيتي ځواکونو ته سترې دندې تر مخ دي.

د بي بي سی د امنيتي چارو خبريال (فرانک ګارډنر) له کندهاره بهر په (کمپ هيرو) کې د افغان ځواکونو روزنځای ته ورغلی، او وايي که څه هم هيلې شته، خو اندېښنې هم ورسره ملې دي.

دا له کندهار سره نژدې يو روزنځای دی، چې د افغان ملي پوځ سرتېري په کې د جنګېدو لپاره تياري ته په روزنه بوخت دي. دوی د روزنې په نوي مرکز کې د کورونو پاک کارۍ بوخت دي.

دغه مرکز د بريتانيا په پيسو جوړ شوی، چې تېره مياشت پرانيستل شو. دلته د ايتلافي ځواکونو روزونکي افغان سرتېريو ښوونه کوي، دا هغه څه پر لور د ګړنديو هلو ځلو يوه برخه ده چې ناټو يې د (لېږدونې) پړاو بولي.

دا افغان ځواکونو ته د افغانستان د امنيتي چارو سپارنه ده. محمد صادق د هغو پوځيانو ترمنځ دی چې اوس يې روزنه روانه ده، ما ترې وپوښتل د روزنې په اړه څه فکر کوي؟ که يې غږ څه زيږ ښکاري، د دې له امله دی چې قوماندا يې د خبرو په مهال څاري:

((د يو بريدمن او د خپل هېواد د ملي پوځ په توګه زه وايم دغه بدبختي او جګړه چې دلته روانه ده، د دښمن د شوم نيت له امله ده. نو موږ دلته روزل کېږو، چې اورپکيو ته ماته ورکړو))

دوی ته يوه تر ټولو ستره ننګونه دا ده چې د سړک غاړې زرګونو بمونو سره څه وکړي، چې طالبان يې د دوی د تلو راتلو پر لارو ښخوي. افغان پوځ د دغه ډول بمونو د شنډولو لږ شمېر کاروپوهان لري.

Image caption ناټو وايي هوډ لري يو وړ افغان پوځ وروزي.

خو دا يو داسې مهارت دی چې که ايتلافي ځواکونه د څو کلونو په اوږدو کې بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي، دوی يې بايد په ګړندي ډول زده او پرمختګ ورکړي. خو بيا هم ما د بريتانوي پوځ له جګ تورن (کرېس لېډشم) نه چې دوی ته روزنه ورکوي، وپوښتل ولې يو خوک د دغه ډول کار لپاره په خپله خوښه غاړه ږدي:

((د دوی ډېری د خپل هېواد د راتلونکي په اړه ريښتينی هوډ لري، دوی په خپله خوښه دا کار کوي. ځينې يې دې ته يوازې د يو راتلونکي ګام په توګه ګوري. دوی په دې پوهېږي، چې دوی او د دوی ملګري له دې چارې سره هره ورځ مخامخ وي، او دوی پوهېږي بيا به په راتلونکي کې هور وخت ايتلافي ځواکونه نه وي چې غږ پرې وکړي. نو دوی پوهېږي چې دوی بايد په خپله د دې توان ولري. او خلکو په دې برخه کې د پرمخ تلنې تکل کړی دی))

له سرې يا پارو (امونيم نايټريټ) نه په کور جوړو شويو بمونو ايتلافي او افغان ځواکونه ته په ګډه وېرونکې مرګژوبله اړولې ده. د دوی بری په دې کې دی چې دغه ډول بم تر کنټرول لاندې وچوي، لکه دغه چاودنه چې موږ د دوی د روزنې په کمپ کې کتله.

خو د ناټو استخباراتي چارواکي وايي د سړک غاړې بمونو يوازې په سلو کې ۶۰ يې په وخت کشفېږي، يو داسې څه چې روزل کېدونکي سرتېري به يې په اړه فکر هم نه کوي.

د افغان پوځ دغو جلب شويو سرتېريو، يو داسې کار ته په خپله خوښه مټې رانغښتې چې په افغانستان کې تر ټولو زيات خطرناک کار بلل کېږي، دا د بمونو شنډول دي. کله چې دوی له دغې روزنې تېر شي، دوی به مخامخ د جبهې لومړۍ کرښو ټوليو ته ورځي، او هلته به، نژدې په ورځيني ډول له سړک غاړې بمونو سره مخامخ کېږي.

Image caption ناټو غواړي د افغان ځواکونو توان لوړ کړي، چې په خپله عمليات ترسره کړی شي.

په دې وروستيو کې د (امېد دوه) په نامه عمليات يوه بېلګه ده چې د هلمند په منځنۍ برخه کې ترسره شول. دغه عمليات افغانانو پلان کړي وو، او مشري يې هم د دوی پر غاړه وه. د ناټو قوماندانان غواړي دغه چاره د افغانستان نورو برخو ته هم وغځېږي. د ناټو روزونکي وايي افغان ملي پوځ په مېړانه جنګېږي.

خوا دا يوازې يو څه ډاډګېرنه ده، په همدې مياشت کې يو افغان ياغي سرتېري د ايتلاف ترمنځ په دې خبر لړزوونکې څپې خپرې کړې، چې پر خپلو بريتانوي روزونکيو يې ټوپک راواړاوه، او د روزنې په کمپ کې يې درې تنه بريتانوي پوځيان ووژل.