په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جنرال رودريګيز: زموږ دښمن د افغانستان د خلکو دښمن دی

Image caption افغان ولسمشر هڅه کوي چې په ټولو کلیو او بانډو ته د حکومت واکمني وغځوي، په ځانګړې توګه په هغو کلیو کې چې خلک له ځانه دفاع کولو ته لېواله دي.

د امریکا یو تحقیقاتي سازمان وایي، په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د راکمولو لپاره د ناټو ځواکونو نوي پرګرامونه کولي شي د اورپکو د بریدونو په راکمولو کې ګټور تمام شي.

د امریکا د اقتصادي څیړنو ملي اداره په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له څلورو زرو نه د ډیرو پیښو له ارزولو وروسته دې پایلې ته رسیدلې چې د غچ اخیستو مسلې د اورپکو د بریدونو په زیاتیدو کې مهمه ونډه لرلې ده.

بي بي سي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له مرستیال جنرال ډېوېډ رودریګیز سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې په دغه هیواد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د راکمولو لپاره د ناټو ځواکونو نوی پرګرام څه دی؟

ځواب: زموږ دښمن، د افغانستان د خلکو دښمن دی. ځکه نو موږ د هغو کسانو دښمن یو چې د افغانستان د ارزښتونو پرخلاف جنګیږي. اورپکي، جنایت کوونکي، مفسد او د نفوذ خاوند کسان او هغه پولیس چې په سمه توګه د خلکو خدمت نه کوي، زموږ د ښمنان او د افغانستان د حکومت دښمنان دي، چې موږ هوډ لرو هغوی مات کړو.

پوښتنه : نو له طالبانو نه ستاسو تعریف څه دی؟

ځواب: کولی شو له طالبانونه بیلابیلې پیژندنې وړاندې کړو، خو موږ هغه سیاسي خوځښت طالبان بولو چې څو کاله وړاندې یې په افغانستان کې حاکمیت درلود او د خلکو حقونه یې تر پښو لاندې کول او د دغه هیواد خلکو ته په خدمت کې پاتې راغلل.

خو د طالبانو یو نوی نسل هم د افغانستان په دننه او د له دغه هیواده بهر د جوړیدو په حال کې دی. د نړیوالې ټولنې تیروتنو د ځینو دغو طالبانو له رامنځ ته کیدو سره مرسته کړې ده. زموږ هڅه دا ده چې د افغانستان حکومت، خلکو او امنیتي ځواکونو ته غوږ ونیسو چې دغه تیروتنې اصلاح کړو.

پوښتنه : تاسو په افغانستان کې د ناټو د ورځنیو عملیاتو قوماندان یاست، آیا فکر کوﺉ چې له اورپکۍ سره د مبارزې تګلاره اغیزناکه تمامه شوې ده؟

ځواب: فکر کوم چې نوې تګلاره د ټولو هغو عملیاتو د ترسره کولو په ښه والي کې ګټوره وه چې د افغانستان له شرایطو سره یې سمون درلود.

پوهېږو چې خپلې ټولې هلې ځلې باید د افغانستان د حکومت له پروګرامونو سره همغږې کړو. چې یوه برخه یې پوځي عملیات او بله یې له خلکو سره همغږي ده.

موږ هوایي بمباریو ته لومړیتوب نه ورکو. لومړی غواړو له خلکو سره خبرې وکړو او له هغوی سره اړیکي ټینګ کړو. باید دخلکو فرهنګ په پام کې ونیسو او اغیزناګ کار ترسره کړو.

پوښتنه: خو برعکس تاوتریخوالی په افغانستان کې ډیر شوی دی؟

ځواب: هوکي، تر دې وړاندې مو هم ویلي و چې تاوتریخوالی به زیاتیږي. ځکه هم د افغان ځواکونو او هم د نړیوالو ځواکونو شمیر زیات شوی دی. بله دا چې موږ هغو ځایونو ته ځو چې تر دې وړاندې هلته حکومت کنټرول نه درلود.

د بېلګې په توګه په مارجه د طالبانو بیرغ رپیده او خلکو په بشپړه توګه د هغوی تر واکمنۍ لاندې ژوند کاوه، چې دا د خلکو په ګټه نه و.

کله چې دغو شان سیمو ته ځی نو د جګړې تمه هم ولری. ځکه دا د دښمن د هغو اصلي مرکزونو یوه برخه ده چې هغوی ته پیسې برابروي. خو که دغه سیمې له طالبانو پاکې نشي، په اوږد مهال کې د افغانانو په زیان ده.

پوښتنه: د امریکا هغه سناتوران چې افغانستان ته راغلي و ویلي یې و و، چې 70 په سلو کې ستونزه د کمزورې حکومتوالۍ ده او یوازې 30 په سلو کې ستونزه طالبان دي. یعنې که تاسو حکومت جوړ کړﺉ د طالبانو ستونزه به هم حل شي؟

ځواب: هوکی سمه ده، خو په پای کې دا امنیتي ځواکونه دي چې د طالبانو ستونزه هواروي. ځکه نو باید پوځي او ناپوځي هڅې هم غاړې شي. خو دا توپیر کوي چې د افغانستان په کومو سیمو کې څو په سلو کې د طالبانو ستونزه ده او څو په سلو کې د کمزورې حکومتوالی ستونزه ده.

که مارجې ته ولاړ شی نو ښایي چې درته ووایي چې 70 په سلو کې د حکومت ستونزه ده خو په نورو سیمو کې دا فرق کوي.

خو که د افغان حکومت ملاتړ وکړی او اغیزناک یې کړی او نړیوالې هڅې هم سره همغږې شي چې له ستونزې سره مرسته ونه کړي او ترڅنګ یې ښه امنیتي ځواکونه هم رامنځ ته شي، نو هغه وخت به په افغانستان کې د نا امنۍ ستونزه هواره شي.

پوښتنه: ښایي د ملا محمد عمر وروستۍ اعلامیه مو لوستې وي چې په کې ویلي یې دي چې تر وروستۍ سلګۍ به له بهرنیو ځواکونو سره جنګیږي. سره له دې هم ایا فکر کوﺉ چې له طالبانو سره د خبرو چانس لا شته؟

ځواب: لومړی خو زه فکر نه کوم چې افغان حکومت دې له هغو کسانو سره چې دا ډول نظریې لري او د تاوتریخوالي خبرې کوي، خبرې وکړي. د سولې او روغې جوړې سیاست ډیر روښانه دی او په ټولنه کې د اورپکو د بیا ورګډولو په اړه د افغان حکومت شرطونه هم څرګند دي.

ټیټ پوړي طالبان باید یوه لاره غوره کړي. او دا د حکومت په اغیزناک توب پورې تړلې ده چې آیا حکومت کولی شی د خلکو امنیت ټینګ کړي او د هغوی اعتماد خپل کړي.

پوښتنه: افغان حکومت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په برخه کې د ناټو ځواکونو د مخکیني قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل د هڅو ملاتړ کاوه. د نوي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس پلان په دې برخه کې څه دی؟

ځواب: جنرال پيټرېیاس په پوځي عملیاتو کې د تکتیکونو د بدلون په اړه غږیدلی دی. ځکه ځینې داسې پیښې وې چې ځینو فکر کاوه چې نه دي توانیدلي په ښه توګه له ځانه دفاع وکړي، چې هدف دا نه و. جنرال پټریوس په ژوره توګه چارې څاري، چې موږ د کوم څه له نیمګړتیا سره مخامخ نشو.

خو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په راکمولو کې د هغه ژمنه ورته ده. په تیرو دوو میاشتو کې له 200 ډیر ملکي وګړي د طالبانو له خوا وژل شوي دي خو په دې موده کې له 20 لږ کسان د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

دا یو ستر بدلون دی. جنرال پټریوس هڅه کوي چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې نور هم لږوالی راولي.

پوښتنه: ایا تاسو د سیمه ییزو پولیسو له جوړولو نه چې سیمه ییز خلک هغې ته ملیشه جوړونه هم وایي، ملاتړ کوﺉ؟

ځواب: د افغانستان د ډیرو خلکو ترمنځ دا دود شته چې خلک په خپله له ځانه دفاع وکړي. دا یو مهمه خبره ده او افغانان په هغې ویاړي.

دا فرصت باید رامنځ ته کړو چې سیمه ییزه حکومت والۍ ښه شي چې خلک په خپلو پښو ودریږي او له کلیو نه د طالبانو پر وړاند دفاع وکړي.

دا هغه څه دي چې تر دې وړاندې د افغانستان په ځینو سیمو کې پېښ شوي دي او خلک د طالبانو پر وړاندې پاڅېدلي دي.

پوښتنه: د دې مانا دا نه ده چې د افغانستان پر پوځ او پولیسو هغومره چې تمه کیږی، باور نشي کیدای؟

ځواب: افغان حکومت نشي کولی د افغانستان ټولو کلیو ته لاسرسی ولري، ځینې سیمې هم شته چې هلته په کافي اندازه پولیس نشته.

افغان ولسمشر هڅه کوي چې په دې توګه ټولو کلیو او بانډو ته د حکومت واکمني وغځوي، په ځانګړې توګه په هغو کلیو کې چې خلک له ځانه دفاع کولو ته لېواله دي.