په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوزی ادبي، هنري پروګرام

د دې اوونۍ په پېلوزي کې راسره اوریء:

نظام او رسنۍ، د بيان ازادي تر کومه غځېږي

دا اوونۍ افغان حکومت د (امروز) په نامه يو خصوصي تلوزيون د بندولو امر وکړ. دوی د خپل پرېکړې دليل دا په ګوته کاوه، چې (امروز) تلوزيون د خپلو خپرونو له مخې مذهبي توپيرونو ته لمن وهله، او ملي يووالی يې زيانمناوه.

Image caption په افغانستان کې رسنۍ په پراخ ډول غوړېدلې دي، خو اوس هم د بيان له ازادۍ شکايت کوي.

افغان حکومت پر (امروز) تلوزيون سربېره د (طلوع) خصوصي تلوزيون د دوه بېلو پروګرامونو د درولو امر هم کړی و. هغه څه چې په دغو پروګرامونو کې وړاندې کېدل، د اسلامي ارزښتونو پر خلاف بلل شوي دي.

ولسمشر کرزي هم ټولو خصوصي خبري رسنيو ته خبرداری ورکړی که د درزونو په موخه قومي، مذهبي او ژبنيو حساسيتونو ته لمن ووهي، وبه تړل شي.

خو په افغانستان کې د خبريالانو ځينو ټولنو د حکومت پر دغه ګام نيوکې کړې او ويلي يې دي دا په افغانستان کې د شته قانوني لارو چارو او د بيان ازادۍ پر وړاندې عمل دی. پوښتنه دلته دا ده چې د بيان ازادي څومره پراخه ده او د ټولنې د دود او قانون په چوکاټ کې کومې پولې لري؟ د پېلوزي دې اوونۍ بنډار مو رسنيو او د بيان ازادۍ ته ځانګړی کړی، چې د پژواک خبري رسنۍ مشر دانش کړوخېل او څېړوندوی حبيب الله رفيع په کې راسره خبرې کوي.

(د کابل کتاب پلورنکی) د خپلې کيسې پر ليکواله غوسه دی

Image caption ناروېژۍ ليکوالې د (کابل کتاب پلورونکي) کتاب کې د شاه محمد رييس او د ده د کورنۍ ژوند انځور کړی دی.

تېره اوونۍ د (کابل کتاب پلورونکی) کتاب ناروېژۍ ليکونکې (اسنې سيېرسټاډ) پر نومبدونې او له ژورنالستي کار پر سرغړونې پړه وبلل شوه. دغه حکم د اوسلو يوې محکمې په هغې داوه کې کړی چې د (کابل کتاب پلورونکي) مېرمن د ليکوالې پر وړاندې وړاندې کړې وه، او ويلي يې وو په کتاب کې يې سپکاوی شوی او څېرې ته يې زيان رسېدلی دی.

اوس د محکمې له حکم سره سم بايد ناروېژۍ ليکواله (اسنې سيېرسټاډ) ثريا رييس ته شاوخوا ۴۰ زره ډالر تاوان ورکړي. ثريا رييس د (کابل کتاب پلورونکي) شاه محمد رييس دوهمه مېرمن ده.

Image caption د ناروې محکمې پرېکړه چې ليکواله (اسنې سيېرسټاډ) د (کابل کتاب پلورونکي) مېرمن ثريا رييس ته شاوخوا ۴۰ زره ډالر تاوان ورکړي.

(اسنې سيېرسټاډ) د طالبانو نظام له ړنګېدو وروسته کابل ته تللې وه، او هلته يې د شاه محمد رييس کره ۵ مياشتې وخت تېر کړی و. دې د (کابل کتاب پلورونکي) کتاب وليکه چې د ښاغلي رييس او د کورنۍ ژوند يې په کې انځور کړی دی. دا چې خبره څنګه پيل شوه، د (کابل کتاب پلورنکی) شاه محمد رييس يې له ناروې نه راته کيسه کوي:

او تاله خوب درځي!

دا د پښتو شاعر همت ايوبزي شعري ټولګه ده چې ياران خپرندويي ټولنې په دې وروستيو کې په يو سلو څلور پنځوسو مخونو کې له کونړه خپره کړې ده. ښاغلي ايوبزي عربي انگليسي، اردو، فارسي او پښتو ادبيات لوستي چې دې چارې د ښاغلي ايوبزي شعر ته ځانگړتيا ورکړې ده.

د پښتو ادب کره کتونکيو يوه لسيزه مخکې هم نوموړى د يوه ښه شاعر په توګه پېژانده خو شعري ټولګه يې اوس چاپ شوه. زموږ همکار مصطفى سالک له ښاغلي همت سره مرکه کړې چې په پيل کې نوموړى د خپل کتاب د شعري ژانرونو په اړه خبرې کوي.

د پېلوزي فرهنګی خبرونه

Image caption کارلا بروني له فېلم لارښود ووډي الن سره (د پاريس نيمه شپه) فېلم ډکونې په مهال، چې يو رومانټيک او کومېډي فېلم دی.

کارلا بروني سرکوزي (Carla Bruni-Sarkozy) د فرانسې د ولسمشر مېرمن د لومړي ځل لپاره په يو سينمايي فېلم کې راڅرګنده شوې ده. دغه فېلم چې (ووډي الن Woody Allen) يې لارښونه يا ډايرېکټري کوي (د پاريس نيمه شپه) نومېږي، چې يو رومانټيک او کومېډي فېلم دی. د فېلم اخيستنې چارې په همدې جولای مياشت کې پيل شوې دي، خو د مېرمن بروني لپاره لومړی ځل و چې د فېلم په يوه برخه کې راڅرګندېږي.

د فرانسې ولسمشر (نيکولا سرکوزي) په داسې حال کې چې ساتندويان يې تر راتاو وو، د خپلې ۴۲ کلنې مېرمنې د کتنې لپاره ورغلی و. خلک د نندارې لپاره راغونډ شوي وو، او د فېلم اخيستنې په ځای کې سړک د موټرونو پر مخ تړل شوی و. د (پاريس نيمه شپه) دغه فېلم د يوې امريکايۍ جوړې، نجلۍ او هلک په اړه دی چې تازه يې کوژده کړې خو پاريس ته په سفر يې په ژوند کې ګډوډي راځي. مېرمن بروني تېر کال په دغه فېلم کې د خپل رول په اړه ويلي وو، د دغې (په زړه پورې) تجربې لپاره سترګې په لار ده.

Image caption د (سا) شپږ واړه فېلمونو تر اوسه (۷۳۳) مليون ډالره ګټلي دي.

د (ګېنېس نړيوال ريکار Guinness) د (سا Saw) يا (ارې) فېلمونو لړۍ د ډار تر ټولو برياليو فېلمونو په توګه غوره کړي دي. د فېلم جوړونکي مارک برګ (Mark Burg) وويل نورو فېلمونو ته په ماتې ورکولو يې ټکان خوړلی دی. د (سا) شپږ واړه فېلمونو تر اوسه (۷۳۳) مليون ډالره ګټلي دي. په دغو فېلمونو کې قربانيان هڅه کوي د (jigsaw) په نامه له پېچلو لومو ځان وژغوري، چې د يو عقلي يا دماغي ناروغ له خوا ورته ايښودل کېږي.

د دغو فېلمونو لړۍ په ۲۰۰۳ کال کې د استراليايي ډايرېکټر (جېمز وان) په يو لنډ فېلم پيل شوې، چې بيا په ۲۰۰۴ کال په يو اوږد کيسه يي فلم بدله شوه. د (ارې) په نامه دغه فېلم په برياليتوب سره بېلابېلو ډايرېکټرانو په نوبت دغه فېلمونه جوړ کړي دي. د دغې لړۍ اووم او ورستی فېلم به له (3D) يا دری بعديزه ټکنولوژۍ سره د راتلونکي اوکتوبر په پای کې راووځي.

Image caption وزير ونسټن چرچل د دوهمې نړيوالې جګړې په مهال د بريتانيا لومړی و.

ټاکل شوې د (سر وېنسټن چرچل Sir Winston Churchill) د ليکنو بشپړ ارشيف د لومړي ځل لپاره په کتابتونونو کې په برېښنايي ډول خپور شي. خلک به وکولی شي چې د دغو سندونو څه د پاسه يو مليون مخونو ته لاسرسی ولري، چې د بريتانيا د دوهمې نړيوالې جګړې د لومړي وزير ونسټن چرچل شخصي ليکونه او نورې لينکې هم په کې شاملې وي.

د ليکنو دغه ارشيف چې بلومزبري (Bloomsbury) يې خپروي په (۲۰۱۲) کې به پر انټرنېټ خپرې شي. په دغو پاڼو کې د چرچل هاغه مشهوره وينا هم ده چې ويل يې (موږ بايد له دوی سره پر سمندرغاړو وجنګېږو) چې د (۱۹۴۰) په جون کې يې پارلمان ته کړې وه.

Image caption کتالونيا د اسپانيا لومړۍ داسې سيمه ده چې پر دغه دوديزه لوبه بنديز لګوي.

د اسپانيا په شمال ختيځ کې د کتالونيا پارلمان پر يو داسې قانون سلا کړې چې له مخې يې په دغه سيمه کې له غوايه سره د جګړې پر لوبه بنديز لګېدلی دی. د پارلمان ډېری غړيو د پرېکړې په ګټه رايه ورکړې ده. له غوايه سره د جګړې لوبه په برشلونا کې چې د کتلونيا تر ټولو ستر ښار دی، تر ټولو لرغونې لوبه بلل کېږي.

خو په تېرو کلونو کې يې ولسي ملاتړ کم شوی دی. په دې سره کتالونيا د اسپانيا لومړۍ داسې سيمه ده چې پر دغه دود بنديز لګوي، او دا د دغې لوبې د مخالفانو لپاره يو ستر بری دی، چې د ۲۰۱۲ کال په لومړيو کې به پلی شي.

او د دې اوونۍ نوي خپاره شوي کتابونه

د ناپوهۍ قرباني: د سقراط اندونه، د افغانستان يونليک، دواړه کتابونه د محمد عارف حقپرست ژباړه

بد معاشه امريکا، د حق چيغه، اسلام او رسنۍ، درې واړه کتابونه د فريد احمد هلال ژباړه

په څه وژاړم په څه راشي خندا: د احمد جاويد منگل شعري ټولگه

د سپتمبر ١١ او پر افغانستان يې اغيزې، د عبدالصمد باهر ستانکزي ليکنه

د غزا او سيمې مجلو دويمې گڼې هم له چاپه راوتلي دي

دا هر څه په جلال اباد کې مومند خپرندويي ټولنې خپاره کړي دي.

دغه راز

دکمپيوټر درسي قاموس، دارشاد تعلي مي اونشراتي ټولنې چاپ کړی.

او د افغانستان تاريخ، د اورنګزيب ارشاد ژباړه، او د قيامت نښې (د دينونو له باوره) د پوهنمل محمود نظري ليکنه، دواړه کتابونه دانش خپروندويه ټولنې چاپ کړي دي.