په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل ښاروالی پلاستيکي خلتې پر کاغذي کڅوړو بدلوي

Image caption روغتيايي چارواکي وايي چې پلاستيکي کڅوړې پر چاپرياليزه ککړتيا د يو لړ ناروغيو لامل گرځي.

کابل ښاروالي وايي چې ډير ژر به د سودا د کاغذي خلتو يانې کڅوړو په دودلو سره د پلاستيکي کڅوړو کارولو دود ته د پاى ټکې.

چارواکي وايي چې ددې موخې د پوره کولو لپاره يې له افغان سوداگرو سره خبرې کړې دي چې د کڅوړو د جوړولو لپاره کاغد وارد کړي.

بله غاړه روغتيايي چارواکي وايي چې پلاستيکي کڅوړې پر چاپرياليزه ککړتيا د يو لړ ناروغيو لامل گرځي.

او د چاپيريال ساتنې کارپوهان يې د چاپيريال د ککړتيا لامل بولي.