واشنګټن پوست "نيوزويک" اوونیزه مجله وپلورله

نيوزویک
Image caption نيوزويک په ۱۹۳۳ کال کې جوړه او تر ډېره يې اعلانونه خپرول، چې سربېره پر دې يې پر انټرنېټ هم ګڼ لوستونکي درلودل.

د امریکا مشهورې ورځپاڼې "واشنګټن پوست" خپله اوونيزه مجله "نيوزویک" د هارمن شرکت پر ۹۱ کلن مؤسس سیدني هارمن وپلورله.

واشنګټن پوست له ۱۹۶۱ کال راهيسې نيوزويک اوونيزه مجله چلوله.

واشنګټن پوست "نيوزويک" يوې مزادې ته وړاندې کړې وه، چې ښاغلي هارمن او فرېد دراسنر يې په بیه کې سيالي کوله، خو په پای کې يې ښاغلی هارمن په اخیستو وتوانېده.

واشنګټن پوست په تېرو ۵۰ کلونو کې پر نيوزويک اوونيزې مجلې زياتې پيسې لګولې وې، چې په وينا يې د روان کال په لومړۍ ربعه کې يې لګښت ان تر ۱۱ میلیون ډالرو پورې ورسېد.

د "واشنګټن پوست" اجرايوي مدير دونالد ګراهام وايي: "د یوه بحث له لارې مو نيوزويک بيعې ته وړاندې کړه، چې تر دې وروسته زموږ په څېر باشعوره او پر خپرنیو مین کسان يې وچلوي."

که څه هم د دې پېر او پلور ارزښت نه دی په ډاګه شوی، خو واشنګټن پوست وايي چې د نيوزويک اوونيزې کار کوونکي به له ځانه سره وساتي او په نورو دندو به يې وګماري.

دا مهال په نيوزويک اوونیزه کې ۳۰۰ کسان کار کوي.

نيوزويک په ۱۹۳۳ کال کې جوړه او تر ډېره يې اعلانونه خپرول، چې سربېره پر دې يې پر انټرنېټ هم ګڼ لوستونکي درلودل.