په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نوروز منگل : د سکاتلند کريکټ لوبې ته چمتو يو

د افغانستان او سکاتلند ترمنځ د کريکټ څلور ورځنۍ لوبه د چارشنبه په ورځ ( د اگست ١١ ) د اېير په ښار کې پيليدونکې ده .

افغان لوبډله له تيرو څو ورځو په دې هيله سکاتلند ته راغلې وه چې تمرين وکړي خو ورښتونو يې دا هيله تر ډيره پوره نه کړه .

د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان نوروز منگل بي بي سي سره د دغې مهمې لوبې په باب خبرې کړي دي .

بي بي سي پښتو ويبپاڼه به د دغې لوبې رپوټونه څلور سره ورځې وړاندې کوي