لبنان پر ايرانۍ ډرامې" مسیح" بندیز ولګاوه

فیلم
Image caption په لبنان کې عیسویان وايي په دې سریال کې د عیسی مسیح ژوند په هغه ډول چې په اناجیلو کې راغلی، نه دی انځور شوی.

په لبنان کې د عیسی مسیح په اړه پر تلوېزیوني ډرامې بندیز ولګول شو.

دغه ایرانۍ ډرامه، چې د عیسی مسیح په اړه جوړه شوې، په لبنان کې یې کاتولیکي کلیسا سخته په غصه کړې ده.

کلیسا د کورنیو چارو له وزیر او ولسمشر نه د دغه سریال د بندولو غوښتنه کړې وه.

په لبنان کې د دغه سریال د بندولو غږ هغه مهال راپورته شو، چې په روژه کې د دوو تلوېزيوني چينلونو له لارې دغه سریال خپرېږي.

له دې تلوېزيوني شبکو څه يې د المنار په نامه چې د حزب الله ډلې لخوا چلېږي او د ان بي ان په نامه یوه بله شبکه د لبنان د ولسي جرګې د رییس نبیه بري لخوا تمویلېږي.

ویل کېږي چې په دغه سریال کې د عیسی مسیح هغه ژوند انځورشوی، چې د کلیسا لخوا په منل شوو څلور واړوه اناجیلو کې يې څرک نه مالومېږي.

کلیسا وايي دا سریال پر هغو ناسمو مالوماتو جوړ شوی، چې په وينا يې ښايي د سترې فتنې لامل شي.

Image caption دغه سریال له فارسي ژبې نه په ۲۰۰۸ کال کې عربي ژبې ته دوبله شوی، چې ويل کېږي د عیسی مسیح ژوند يې د قرآن له ایتونو سره سم انځور کړی دی.

خو د دواړو تلوېزيوني شبکو په غبرګون کې ویل شوی چې دا سریال د عیسی مسیح د ژوند لپاره درناوی دی.

د کاتوليکي رسنیو په مرکز کې ګڼ مسیحیان راغونډ شوي ول، چې په لاسونو کې يې اناجیل او "سپېڅلې لکړې" وې، او د عیسی مسیح په اړه يې ديني ترانې زمزمه کولې.

د اطلاعاتو وزیر طارق متري راغونډو شوو عیسویانو ته د دغه سریال د بندولو خبر ورکړ، چې په وينا يې دا ډول ستونزې " په بندولو او قانون نه حل کېږي، بلکې یو بل ته په غوږ نیولو حل کېږي چې د لبنان په څېر په يوه هېواد کې لانور حساسیتونه راټوکوي."

دغه سریال له فارسي ژبې نه په ۲۰۰۸ کال کې عربي ژبې ته دوبله شوی، چې ويل کېږي د عیسی مسیح ژوند يې د قرآن له ایتونو سره سم انځور کړی دی.

ورته مطالب