ستاسې غږ: د ولسي جرګې د ټاکنو پر وړاندې ستونز

.

د ټاکنو کميسيون ددې کار لامل امنيتي ستونزې وبللې او ويې ويل چې د رايو دغه ځايونه له دې کبله تړلي پاتې کيږي چې د درغليو مخه ونيولې شي .

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون نن د ( زمري ٢٧) اعلان وکړ چې د سيپټمبر په اتلسمه د ولسي جرگې د ټاکنو په ورځ به د رايو په سلگونو مرکزونه د افغانستان په نارامه سيمو کې تړلي پاتې شي .

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي يواځې د پلازمېنې په ګډون نهو شمالي ولايتونو کې به د ولسي جرګې لپاره د رای ورکولو ټول مرکزونه پرانيستي وي .

د ټاکنو کميسيون ددې کار لامل امنيتي ستونزې وبللې او ويې ويل چې د رايو دغه ځايونه له دې کبله تړلي پاتې کيږي چې د درغليو مخه ونيولې شي .

د رايو ډيرى دغه ځايونه چې تړلي پاتې کيږي، د افغانستان په سويلي او ختيځو پښتنو ميشتوولايتونو کې دي

د کړکيچ د نړيوالې ډلې يوې چارواکې کانديس رونديکس لندن کې خپريدونکې د گارډين ورځپاڼې ته ويلي دي چې که په زرگونو پښتانه ونه شي کړاى چې رايه ورکړي ،نو د رايه ورکولو له حقه د هيواد د وگړو د يوې لويې برخې د بي برخې کولو په اړه به گڼې پوښتنې را ولاړې شي .

له ټاکلي شميرې ، د رايو د ډيرو کارتونو د ويشل کيدو په گډون د ټاکنو د چارو يو شمير کارپوهان وايي چې ددغو ټاکنو په وړاندې گڼې ستونزې پرتې دي چې په باور يې ښايي چې د ولسي جرگې دغه ټاکنې ډيرې نيمگړې وي او په دې ډول به د راتلونکي ولسي جرگې مشروعيت له گواښ سره مخامخ شي .

ټولو دغو ستونزو ته په کتو سره ، تاسو د ولسي جرگې د راتلونکو ټاکنو په اړه څه فکر کوى ؟

که غواړﺉ چې په دې اړه په پروگرام کې برخه واخلي ، نو دپنجشنې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شميره راته تيلفون وکړي

٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

دارنگه په دې پته برښناليک هم استولى شئ

Pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .