بالي امریکايي نڅاګره ډله په کیوبا کې

د بالي نڅا

دغې ډلې په وروستي ځل د کیوبا د کودتا تر کامیابېدو وروسته - چې فيډل کاسټرو پکې واک ته ورسېد، - خپله وروستۍ ننداره وړاندې کړې وه.

د امریکا نڅاګره 'بالي' ډله تر ۵۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په کيوبا کې خپله ننداره وړاندې کوي.

څارونکي وايي که څه هم د کیوبا او امریکا ترمنځ د توریزم په برخه کې بندیزونه ول، خو په دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیلانیانو د تګ راتګ لپاره اړيکي څه ناڅه ښه شي.

د بالي دغه ډله به د راتلونکې نومبر پر درېیمه او څلورمه د "الیکسي راتمانسکي"، "فانسي فیري" نندارې وړاندې کړي.

په هاوانا کې د امریکا د بالي نڅا يوې تولیدوونکې ريچیل مور په يوې خبري ناستې کې وویل "د سیاست په نامه خبرې نه شم کولی، خو باور لرم چې هنر د ټولنو د پيوسته کېدو یو پول دی."

نوموړې زیاتوي: "نڅا يو هنر یو داسې خېل دی، چې هېڅ ژبې ته اړتیا نه لري."

په هاوانا کې د بي بي سي خبریال مایکل فوس وايي کله چې واشنګټن مولي ته د دغې ډلې د تګ له لګښته په شا شو، نژدې وه چې دا پروژه د مالي ستونزو له کبله شنډه شي، خو د کیوبا چارواکو د دغې ډلې د اوسېدو او د نورو لګښتونو پر غاړه اخیستو ټټر وواهه.

دغې ډلې په وروستي ځل د کیوبا د کودتا تر کامیابېدو وروسته - چې فيډل کاسټرو پکې واک ته ورسېد، - خپله وروستۍ ننداره وړاندې کړې وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .