"د وانګوخ د غلا شوي قیمتي انځور لټون کېږي "

وانګوخ
Image caption پولیسو ويلي د "کوکنار ګل" انځور شاوخوا ۵۰ میلیون ډالر قیمت لري.

د مصر پوليسو د مشهور انځورگر وېنسېنټ وانگوخ په هغه انځور پسې چې ارزښت يې پنځوس ميليونه ډالره اټکل شوى له سره پلټڼې پېل کړي.

دغه انځور چې پرون په قاهره کې د محمود خليل له موزيم نه غلا شوى و مصري چارواکو لومړی ويلي چې بېرته وموندل شو ، خو وروسته يې بېرته خپله خبر واخېسته.

هوايي ډګرونو او بندرونو ته د لوړې کچې خبرداری ورکړل شوی او پوليس د موزيم له کارکوونکو پوښتنې ګروېږنې کوي او د امنيتي کامرو تصويرونه له سره ګوري.

دا دويم ځل دی چې په ګلدان کې د ګلانو رسمه شوې مجسمه له دغه موزيم نه پټيږي.

ضد او نقیض خبرونه

د مصر د کلتور وزير فاروق حسني وويل دوه ايټالويان چې هڅه يې کوله دغه انځور په پټه له هيوداه وباسي، د قاهرې پر هوايي ډگر ونيول شول.

ښاغلي حسني په يوه اعلامیه کې ویلي د "کوکنارو ګل" په نامه انځور چې مشهور انځورګر وانګوخ کښلی او د قاهرې له موزیم نه ورک شوی، په اړه یې "دقیق مالومات نشته".

دا اعلامه لږ موده وروسته له هغه خپره شوه، چې د قاهرې پر هوايي ډګر امنيتي ځوکونو د دغه انځور د غلا په تور دوه ايټالویان چې يو یې ځوان او بله نجلۍ وه، ونیول.

دوی غوښتل چې ايټالیا ته سفر وکړي.

فاروق حسني وویل "د غلا شوي انځور د موندلو لپاره لاهم هڅې روانې دي."

دغه مصري وزير فرانس پرېس خبري اژانس ته ويلي چې امنيتي ځواکونو منلې، دوه ايټالویان یې د قاهرې پر هوايي ډګر په دې تور نیولي، چې ګني د فان ګوخ د دغه اثر په غلا کې یې لاس درلود.

وړاندې د کولتور وزارت له ټولو اړوندو امنيتي برخو غوښتي ول، چې د دغه اثر د غلا د مخنیوي لپاره له مصر نه بهر ته ټولې وتونکې لارې سمې وڅاري.

Image caption د وانګوخ د کوکنار ګل انځور

حسني فاروق په لومړي سر کې ويلي وو چې د "کوکنارو ګل" انځور د شنبې په ګهيځ په موزیم کې موجود و، خو تر غرمې وروسته بیا هلته ونه لیدل شو.

نوموړي ويلي "غلو د دغه انځور خارجي پوښ مات کړی او هغه یې ترې رایستلی دی."

د قاهرې په دغه موزیم کې د منځني ختيځ په اړه د اروپا د نولسمې او شلمې پېړۍ ګڼ ارزښتناکه اثار اېښودل شوي دي.

پولیسو ويلي د "کوکنار ګل" انځور شاوخوا ۵۰ میلیون ډالر قیمت لري.

د مصر يوې حکومتي وېبپاڼې ويلي چې وړاندې هم دغه اثر غلا شوی و، خو تر یو لړ هڅو وروسته بېرته وموندل شو.