برتانوى وزير د طالبانو پر کمپيوټري لوبې بنديز غواړي

ليام فاکس
Image caption د برتانيا د دفاع وزير ليام فاکس وويل: "دا خبره چې څوک ووايي د طالبانو د کړنو انځور باک نه لري، سړى بوږنوي. همدغو طالبانو کوچنيان يتميان کړي او مېرمنې يې کونډې کړې دي."

د برتانيا ددفاع وزير ليام فاکس پر پلورنځيو غږ وکړ هغه کمپيوټري لوبې بندې کړي چې لوبغاړي په کې له ځانو څخه طالبان جوړوي او برتانوي عسکر وژني.

ډاکټر فاکس وويل، د کرکې وړ ده چې د "وياړنې مډال" په نامه دغه لوبه کې خلک د دې وس مومي چې د ناټو پر ځواکونو د طالبانو بريدونه د لوبې په بڼه بيا تکرار کړي.

ددغې لوبې په نوې بڼه کې چې په مني کې راوځي، د ايتلافي ځواکونو د ځانگړو ټولگو او طالبانو ترمنځ جگړه انځور شوې ده.

ددغې کمپيوتري لوبې صحنې ځينې په کابل او نورې په هلمند او شاوخوا سيمو کې پېښېږي. په انځورونو کې ډېرئ طالبان پگړۍ لري، خو ځاى ځاى د پکول والا هم تر سترگو کېږي.

په هغو بېلگو کې چې د "يو ټيوب" پر انټرنېټي پاڼه خپرې شوي، د طالبانو د مخابرې غږونه اورېدل کېږي او په خپل منځ کې پر ماته - گوډه پښتو يو بل ته چيغې وهي چې غليم ترې خلاص نشي:

''لوبغاړي هڅول کېږي چې د طالب په رول کې بهرني ځواکونه پرمختگ ته پرېنږدي او د هر عسکر د وژلو په بدل کې نمرې تر لاسه کوي.''

د برتانيا د دفاع وزير ليام فاکس وويل: "دا خبره چې څوک ووايي د طالبانو د کړنو انځور باک نه لري، سړى بوږنوي. همدغو طالبانو کوچنيان يتميان کړي او مېرمنې يې کونډې کړې دي."

ډاکټر فاکس وويل چې دې کار په غوسه کړى او د کمپيوټري لوبو له پلورونکو نه يې وغوښتل چې بنديز پرې ولگوي.