په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوزی ادبي، هنري پروګرام

د دې اوونۍ پېلوزي کې: د ويښ زلميانو وروستي استازي هم له نړۍ سترګې پټې کړې

Image caption غلام زرملوال د ويښو زلميانو غورځنګ غړی و.

افغان ليکوال او څېړونکی غلام محی الدين زرملوال نژدې دوه اوونۍ مخکې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. دی د خپل مرګ پر وخت له وطن لري په کاناډا کې و. اروښاد زرملوال چې ښايي د ويښو زلميانو وروستی غړی و، د څېړونکيو په وينا د افغانستان د معاصر تاريخ د فرهنګيانو ترمنځ يوه مخکښه څېره وه. ده په پښتو او دري ژبو ليکنې کړې، او د ويښو زلميانو د مبارزې په ګډون د څېړنو يو شمېر کتابونه يې هم ليکلي دي.

له هغو موخو نه چې د ويښو زلميانو غورځنګ ټاکلې وې، يوه يې په ټولنه کې د مثبت بدلون راوستنه وه. د دغه غورځنګ په مخورو څېرو کې عبد الحی حبيبي، ګل پاچا الفت، صديق الله ريښتين، عبد الشکور رشاد، عبد الرووف بېنوا، قيام الدين خادم، نور محمد ترکی او نور وو، چې په خپلو ارزښتناکو فرهنګي او ادبي فعاليتونو يې د پښتو ژبې او کلتور په غوړېدو کې فعال رول لوبولی دی.

اروښاد غلام محی الدين زرملوال هم د ويښو زلميانو يو غړی پاتې شوی دی، د ده لور (نفيسه زرمتۍ) د خپل پلار ارواښاد (غلام محی الدين زرملوال) د ادبي ژوند په اړه يې راسره خبرې کوي.

د جنوبي پښتونخوا شاعر او ليکوال سعيد ګوهر هم ومړ :

Image caption سعيد ګوهر په دواړو پښتو او اردو ليکنې کولې

دا اوونۍ د جنوبي پښتونخوا شاعر، ليکوال او څېړونکي (سعيد ګوهر) د څه د پاسه (۶۰) کلونو په عمر په کوټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې. ده په پښتو او اردو دواړو ژبو ليکنه کوله، خو هغوی چې ارواښاد ګوهر يې له نژدې پېژانده وايي د شاعرۍ پله يې درنه وه. (په څيرې لمن کې امېد) شعري ټولګې په څېر، د ده ځينې کتابونه چاپ شوي، خو ځينې ليکنې يې لا نه دي خپرې شوې. د لورلايي شاعر او ليکوال عارف تبسم د اروښاد سعيد ګوهر په اړه راسره خبرې کوي، چې له نژدې يې پېژانده.

په هلمند او کابل کې له فرهنګي فعاليتنو هم خبرېږو

هلمند ولايت چې په ورستيو کلونو کې جګړې ځپلی، د افغانستان د نورو سيمو په پرتله په کې د چاپي رسنيو چارې هم نه دي پراخې شوې، نو ځکه هغه ادبي فعاليتونه چې هلته ترسره کېږي نور ترې ډېر نه خبرېږي. که څه هم په رسنيو کې له هلمند نه د تاوتريخوالي او جنګ جګړو خبرونه ورکول کېږي، خو هلته ادبي او فرهنګي هڅې هم تودې روانې دي، چې يادونه نه کوي. عزيز احمد شفيع مو له لښکرګاه نه د هلمند له فرهنګي فعاليتونو خبروي.

Image caption پښتنې مېرمنې د افغان کلتوري بهير په چوکاټ کې خپل ادبي، فرهنګي فعاليتونه کوي

د هلمند په څېر چې فرهنګي فعاليتونه په کې تاوده دي، په کابل کې د ښځو فرهنګي فعاليتونه هم په غوړېدو او پراخېدو دي. هلته د پښتو مېرمنو ادبي بهير جوړ شوی، دوی په کې غونډې کوي، او د خپلو ادبي فعاليتونو چارې سره همغږې کوي. فرېبا ظاهر د ښځو ادبي او فرهنګي فعاليتونو ته کتنه کړې ده.

په انګلستان کې کتابتونونو ته د لويانو په ورتګ کې کموالی: په بريتانيا کې يو حکومتي راپور وايي د هغو لويانو شمېر چې په انګلستان کې کتابتونو ته ورځي، په تېرو پنځو کلونو کې په پرله پسې ډول رالوېدلی دی.

Image caption په انګلستان کې د کتابتونونو ته د لويانو په ورتګ کې پرله پسې کموالی راغلی دی

په راپور کې ويل شوي چې په ۲۰۰۵ کال کې څه د پاسه ۱۶ سلنه لويان په مياشت کې يو ځل خپلو سيمه ييزو کتابتونونو ته ورتلل، د يوې نوې پلټڼې له مخې دغه شمېر تېر کال څه کم (۱۳) سلنې ته رالوېدلی دی.

دغه شمېرې په هغه راپور کې راغلې چې د کلتور، رسنيو او سپورټي چارو څانګې خپور کړی دی.

په لندن کې پښتنه ليکواله ژورنالېسته صفيې حليم په انګلستان کې کتابتونونو ته د لويانو د ورتلو او د کتاب لوستنې د فرهنګ په اړه يې راسره خبرې کوي.