په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سپنتا: پاکستان کې د اورپکو 'ملاتړې' ادارې شته

Image caption ښاغلي سپنتا له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د هر هغه هېواد پر ضد بنديزونه ولگوي چې له اورپکو ډلو سره تماسونه لري.

يوه جگپوړي افغان چارواکي پر پاکستان تور لگولى چې د خپلې خوښې اورپکو ډلو ملاتړ کوي او دا چې د افغانستان په اړه يې تگلارې کې د پام وړ بدلون نه دى راغلى.

د افغانستان د ملي امنيت د شورا مشر او د ولسمشر امنيتي سلاکار ډاکټر رنگين دادفر سپنتا وايي چې د پاکستان ملکي حکومت او چارواکو سره د ورور گلوي مناسبات لري، خو زياتوي چې په پاکستان کې داسې ادارې او ډلې شته چې د اورپکو ملاتړ کوي او هغو ته روزنه ورکوي.

ښاغلي سپنتا له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د هر هغه هېواد پر ضد بنديزونه ولگوي چې له اورپکو ډلو سره تماسونه لري.

ښاغلي سپنتا همدا راز د امريکا په گډون لويديځو هيوادونو هم نيوکه وکړه چې د ترهگرۍ ضد مبارزه يې تضاد لري او بايد ددې ستونزې اصلي ريښو ته پام وکړي.

په کابل کې د بي بي سي ددفتر مشر داود اعظمي د افغانستان د ملي امنيت د شورا د مشر او د ولسمشر امنيتي سلاکار ډاکټر رنگين دادفر سپنتا سره د يوې ځانگړې مرکې په پيل کې پوښتلي چې د دوى په فکر په افغانستان کې ولې نا امني کال په کال پراخه شوې او د تاوتريخوالي د ډېرېدو سبب څه دى؟