په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ګوانتانامو پخوانی زنداني ټاکنو ته ولاړ دی - مرکه

Image caption عزت الله نصرت یار وايي که بريالى شي، نو په ريښتيني توگه به د کابل د خلکو او په ځانگړي ډول به د سروبي د خلکو استازيتوب وکړي .

د گوانتانامو د زندان يو پخوانى بندي هم د افغانستان د ولسي جرگې راروانو ټاکنو ته ولاړ دى.

عزت الله نصرت يار چې په 2003 کال کې له اسلامي حزب او طالبانو سره د تړاو په تور نيول شوى و له شاوخوا پنځه کاله بند وروسته خوشې شوى دى.

نوموړى وايي چې د خپل ولس له خوا دې ته هڅول شويدى چې په ولسي جرگه کې يې استازيتوب وکړي.

نوموړى وايي که بريالى شي، نو په ريښتيني توگه به د کابل د خلکو او په ځانگړي ډول به د سروبي د خلکو استازيتوب وکړي .

په کابل کې زموږ همکار محمود کوچى د سروبي ولسوالۍ ته ورغلى او له ښاغلي نصرت يار سره يې مرکه کړې، په پيل کې هغه د خپل بنديتوب کيسه کوي.