په عراق کې له ۲۰۰۳ راهیسې ۲۳۰ خبریالان وژل شوي

ریاض السرای
Image caption ریاض السرای په ملي 'العراقية' تلوېزیون کې خبري او ديني پروګرامونه وړاندې کول.

د بې پولې خبریالانو ټولنې په يوه تازه رپوټ کې ویلي له ۲۰۰۳ کال راپدېخوا په عراق کې ۲۳۰ خبریالان وژل شوي دي.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوې، چې د تېرې سه شنبې پر ګهيځ د عراق په پلازمېنه بغداد کې د ملي تلوېزیون یو خبریال ووژل شو.

د حکومتي "العراقیة" تلوېزیون خبریال ریاض السرای هغه مهال ووژل شو، چې د بغداد په لوېديځ کې له خپل کوره د کربلاء ښار ته په موټر کې سپور و.

د نوموړي يوه نژدې ملګري ویلي، د هغه د وژل کېدا خبر نژدې پولیسو ته ورکړل شو، خو پولیسو ويلي چې پر خبریال ډزې یې نه دي اورېدلې، بلکې د ښاغلي السرای ګاډی یې پر داسې مهال ولید، چې له سړکه واوښت.

پولیس وايي ښايي د هغه په وژنه کې له بې غږه وسلې ګټه اخیستل شوې وي.

السرای چې په حقوقو کې لوړې زده کړې کړې وې، د "العراقیة" له حکومتي تلوېزیون سره یې د خبریال په توګه کار کاوه.

نوموړي په دغه تلوېزیون کې خبري او ديني خپرونې وړاندې کولې.

د بې پولې خبریالانو ټولنې- چې مرکز یې په پاریس کې دی- د "په عراق کې جګړه د خبریالۍ په تاریخ ۲۰۰۳-۲۰۱۰ کې تر ټولو ناوړه وه" تر عنوان لاندې رپوټ کې د خبریالانو پروژنې سخته اندېښنه ښوولې.

په رپوټ کې د امریکا په مشرۍ په دغه هېواد کې اووه کلنه جګړه له وژنو ډکه ښودل شوې، او وايي چې هلته د وینا ازادي نه وه او ګڼ شمېر خبریالانو له ډېرو خطرناکو سیمو رپوټونه ورکول.

په رپوټ کې راغلي، د خبریالۍ په ۲۰ کلن تاریخ کې تر ټولو په عراق کې ډېر خبریالان وژل شوي، چې دا شمېره په ویتنام او الجزایر کې د تاوتریخوالو د وخت په پرتله ډېره زیاته ده.

دا درېیم ځل دی چې "بې پولې خبریالان" دا ډول ارزونه او رپوټ خپروي.

تر دې مخکې په ۲۰۰۶ کال کې هم دغې ټولنې یو ورته رپوټ خپور کړی و.

د بې پولې خبریالانو په رپوټ کې راغلي، چې په عراق کې د اووه کلنې جګړې پرمهال تر ۹۳ ډېر خبریالان تښتول شوي.

Image caption عراقي خبریالان له خبریالانو سره د تاوتريخوالي پرضد لاریون کې.

رپوټ کاږي، د ۲۰۰۳ کال له مارچ میاشتې د ۲۰۱۰ تر اګست پورې په عراق کې د امریکايي ځواکونو لخوا د نیول شوو خبریالانو شمېره لږترلږه ۳۰ ته رسېږي، چې ګڼ یې په ۲۰۰۸ کال کې نیول شوي ول.

د یادې شوې ټولنې رپوټ وايي، د ۲۰۰۶ کال په جنورۍ میاشت کې د عراق په جنوب کې د امریکا "بوکا پوځي اډه" د منځني ختيځ د خبریالانو تر ټولو لوی توقیف ځای و.

دې ټولنې د "العراقیة" تلوېزیون خبریال ریاض السرای په وژل کېدو سخته اندېښنه ښوولې ده.

د عراق د مخکني ولسمشر صدام حسین د واکمنۍ تر ختمېدا وروسته په عراق کې د "العراقیة" حکومتي تلوېزیون ۱۵ خبریالان وژل شوي.