په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

القاعده کمزورې او که پیاوړې شوې ده؟

په امريکې کې د سپتمبر د پيښو د نهمې کليزې په ترڅ کې د چارو شنونکي وايي چې ددغو پېښو تر سره کونکې تورنه ډله القاعده په افغانستان کې کمزورې شوې ده ځکه چې د امريکې او نړيوالو تر پوځي يرغل وروسته په افغانستان کې ددغې ډلې مرکزونه له منځه لاړل او غړي يې هم قبايلي سيمو ته لاړل.

خو ځينې نور وايي طالبان او د القاعدې غړي د بل هر وخت په پرتله په افغانستان کې ډير نژدې شوي دي او ان دا چې اوس خو د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته هم گواښونه جوړول غواړي.

مصطفى سالک د سپتمبر د پيښو د نهو کلونو له پوره کيدو سره په افغانستان او سيمه کې د القاعدې حالت څيړلى دى.