بې پښو او بې لاسو فرانسوی له سمندره پورې وت

فیلیپ كرويزون
Image caption فیلیپ كرويزون دواړه پښې او غبرګ لاسونه ۱۶ کاله مخکې د برېښنا د یوه زورور ټکان په پېښه کې له لاسه ورکړل.

هغه فرانسوي سړی، چې د برېښنا د ټکان په يوه پېښه کې یې پښې او لاس دواړه له لاسه ورکړي، د برتانیا او فرانسې ترمنځ په چینل سره له مشهور سمندر نه په لامبو تېر شوی دی.

فکر کېږي فيليپ كرويزون لومړنی بې لاسو او بې پښو انسان دی، چې د ۳۴ کیلومترو له دې فاصلې نه په لامبو تېر شوی دی.

۴۲ کلن فرانسوي سړي د لامبو پرمهال د لامبو بوټونه پر خپلو مصنوعي پښو پورې تړلي وو.

ښاغلي کرویزون هیله ښوولې وه، چې د ۲۴ ساعتونو په درشل کې ۳۴ کیلومتره واټن ووهي.

فیلیپ كرويزون دواړه پښې او غبرګ لاسونه ۱۶ کاله مخکې د برېښنا د یوه زورور ټکان په پېښه کې له لاسه ورکړل.

نوموړي غوښتل چې د خپل کور پر سر د تلوېزیون آنتن بې ځایه کړي، چې د برېښنا ټکان وواهه.

Image caption نوموړی زیاتوي: "ټول اړوند او لازم تمرینونه مې وکړل، خپل ځان مې ښه تود کړ، او ذهناً دې کار ته چمتو وم."

مخکې له دې چې کرویزون دې سخت کار ته مټې رابډوهي، ویلي وو چې "ډېره ارامه شپه مې تېره کړه، داسې احساس کوم چې ښه یم او ښه خوب مې وکړ."

نوموړی زیاتوي: "ټول اړوند او لازم تمرینونه مې وکړل، خپل ځان مې ښه تود کړ، او ذهناً دې کار ته چمتو وم."

تمه ده چې کرویزون – چې دې کار ته یې دوه کاله مخکې ملا تړلې وه- د فرانسې د بولون او کالېه ښارونو ترمنځ سیمې ته ورسېږي.