په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ديمیستورا: د ټاکنو بریالیتوب اوس له وخته وړاندې خبره ده

په افغانستان کې د ملگرو ملتو ځانگړي استازي هيله ښودلې چې د ننيو ټاکنو په نتيجه کې به په دغه هېواد کې يو ښه پارلمان رامنځ ته شي.

سټيفن ډيميستورا منلې چې په ټاکنو کې د درغليو او بې نظميو په اړه راپورونه شته، خو هغه زياتوي چې دا پخپله د راى ورکوونکو کار و چې څوک يې د خپل استازي په توگه ټاکلى دى.

ښاغلي ډيميستورا وويل چې افغانانو په دغه جنگي حالت کې هم په انتخاباتو کې په ونډه اخيستو سره د ستاينې وړ کار کړى دى.

نوموړي وويل چې د ټاکنو په اړه به نړيواله ټولنه خپل غبرگون وروسته په داگه کړي.

په کابل کې د بي بي سي د دفتر مشر داود اعظمي له ملگرو ملتو د ځانگړي استازي سره د مرکې په پيل کې پوښتلي چې درغلي او بي نظمۍ به تر کومه حده د انتخاباتو پر بهير منفي اغېز وکړي ؟