په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اوباما:'په افغانستان کې د دندې تر بشپړولو پاتې کېږو'

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د بي بي سي له فارسي ټلوزيون سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي تر هغه به په افغانستان کې پاتې کېږي چې هلته ټاکلې دنده يا ماموريت نه وي بشپړ شوی.

Image caption ولسمشر باراک اوباما د بي بي سي خبريال سره د خبرو په مهال

ښاغلي اوباما دغه خبرې د افغانستان په اړه د امريکا حکومت د ننه د بېلابېلو دريځونو او نظرونو د رابرسېره کېدو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې کولې. ولسمشر اوباما وويل موخه دا ده چې د افغانانو ته د دې توان او ځواک ورکړل شي چې د خپل هېواد امنيت په خپله ونيولی شي:

''موږ به هلته تر هغه پاتې کېږو چې کار تر سره شي، ټاکلې دنده دا ده چې افغانانو ته د دې توان ورکړو چې د خپل هېواد امنيت وساتلی شي، نو له همدې مخې د (۲۰۱۱) کال جولای يوه داسې نېټه ده، چې له مخې مو يې په افغانستان کې خپل پوځي شته والي پياوړی کړی ځکه چې افغان امنيتي ځواکونو ته د پرمختيا او ځواکمنتيا وخت او فرصت برابر کړو او د طالبانو ځواک په شا کړو. موږ به بيا هغه وخت په تدريجي ډول په افغانستان کې د امريکا او ايتلاف ځواکونو د شمېر په کمولو پيل وکړو، فکر کوم افغانان هم همداسې غواړي.''

ولسمشر اوباما وويل د افغانستان د امنيتي وضعې په اړه بې غوري شوې وه، او د طالبانو ځواک پيا وړی شوی و، نو ځکه يې افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو پرېکړه وکړه:

''افغانان ډېر وياړمن خلک دي، دوی خپلواک حکومت لري، موږ له دوی سره مرسته کوو. ما په لنډه مووده کې په افغانستان کې امريکايي ځواکونه زيات کړل، ځکه که ښکاره خبره وکړو د دغه هېواد امنيتي وضعه مو له پامه غورځولې وه، او طالبا توانېدلی وو بيا پيا وړي شي او د دغه هېواد پر پراخو سيمو ولکه ټينګه کړي.

خو اوس ګورو چې افغان امنيتي ځواکونه د روزنې ترلاسه کولو په حال کې دي، ګورو چې افغان پوليس روزل کېږي. په ملکي برخه کې هم ډېرې اغېزناکې هڅې روانې دي چې بنسټيزې ودانۍ جوړې شي او د افغانستان د خلکو ژوند ورسره ښه شي. په دې ډول به د ۲۰۱۱ کال له جولای نه د دغو اضافي ځواکونو شمېر کم کړو، خو موږ به په دغه نېټه ناببر نه ووځو، د افغان امنيتي ځواکونو په روزنې او هغوی ته په تدريجې ډول دندې سپارنې سره به د امريکا او د ايتلاف ځواکونو شته والی به ورو کمېږي، دا زما په اند نه يوازې د امريکا بلکې د افغانانو په ګټه هم ده.''

ولسمشر اوباما وويل د ايران په ګډون د سيمې هېوادونه کولی شي د افغانستان په ارامۍ کې رول ولوبوي، خو زياته يې کړه چې د پردې تر شا داسې بېلګې شته چې له اورپکيو سره د مرستې او د اوبو خړولو کې د ايران د رول څرګندونه کوي:

''فکر کوم چې ايران او د سيمې ټول هېوادونه کولی شي په افغانستان کې ګټور رول ولوبوي. افغانستان يو داسې هېواد دی چې جګړې ويجاړ کړی دی. ډېری افغانان د نړۍ د نورو خلکو په څېر يوازې دا غواړي چې د ژوند تېرولو فرصت ولري او خپلو کورنيو ته رسېدنه وکړي شي او هم خپلو اولادونو ته د زده کړې فرصت برابر کړي.

له همدې امله فکر کوم چې ټوله سيمه به له کرارۍ او امنيت نه برخمن افغانستان نه ګټه واخلي. موږ غواړو دغې موخې ته د رسېدو لپاره له ايران او د سيمې له ټولو هېوادونو سره همکاري وکړو.

Image caption احمدي نژاد: ''کوم بحث چې ما راپورته کړی ډېر روښانه او کره دی. ''

ګومان کوم ايران څو ځله په رسمي ډول ويلي چې په دې برخه کې به همکاری کوي، خو د پردې شاته داسې بېلګې ګورو چې دوی ځينې وختونه له اورپکيو سره مرسته کړې، چې په پايله کې يې زموږ سرتېريو ته زيان رسېدلی دی. خو موږ به د افغانستان د کرارۍ لپاره د ايران په ګډون د سيمې له هېوادونو سره د ګډ کار هڅو ته دوام ورکوو.''

د بي بي سي له فارسي ټلوزيون سره د ولسمشر باراک اوباما د مرکې ډېره برخه د ايران په اړه وه، ښاغلي اوباما د سپتمبر (۱۱) مې پېښو په اړه د خپل ايراني سيال (محمود احمدي نژاد) وروستۍ څرګندونې وغندلې او هغه يې د (سپکاوي او کرکې وړ، او بې بنسټه) وبللې.

''دا د سپکاوي او کرکې وړ وينا وه، په تېره بيا دا چې دی يوه داسې څرګندونه دلته په (مانهاټن) کې وي، له هغه ځايه په لنډ واټن سره چې دغه پېښې په کې شوې دي، يو داسې ځای چې کورنيو خپل غړي له لاسه ورکړي دي، د ټولو عقيدو او قومونو خلک دا د خپل نسل تر تولو ستره تراجدي بولي، دا چې دی داسې وينا وکړي، بې بنسټه ده، او له هغه غبرګون سره چې د ايران ولس د سپتمبر پېښو په مهال څرګند کړ ټکر کوي.''

د ايران ولسمشر احمدي نژاد د پنجشنبې يا (پنځنۍ) په ورځ د ملګريو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په څپله وينا کې ويلي وو، چې کېدی شي د سپتمبر (۱۱) مې پېښو کې په امريکا کې د ځينو اړخونو لاس وي.

ښاغلي احمدي نژاد بيا په خپل وار په نيويارک کې يو خبري کنفرانس ته خبرې وکړې. ده د دې څرګندونه کوله، چې ولې يې د (م م) عمومۍ اسامبلۍ ته داسې ناندره ييزې خبرې کولې:

''کوم بحث چې ما راپورته کړی ډېر روښانه او کره دی. يوه پېښه شوې او د هغې په پلمه دوه هېوادونه اشغال شوي، او تر اوسه په سل ګونو زره خک وژل شوي دي، فکر نه کویء چې هغه پلمه بيا غور ته اړتيا لري، فکر نه کویء که له لومړيو نه د رښتيا موندنې يوه ډله جوړه شوې وی او د سپتمبر (۱۱) مې ريښتۍ لامل يې موندلی وی، په افغانستان او عراق کې به مو اوس ناورين نه وی ليدلی، ولې داسې فکر کوی چې ټول ولسونه بايد د امريکا د حکومت خبره ومني''

ولسمشر اوباما د بي بي سي فارسي ټلوزيون سره په خبرو کې وويل د سپتمبر ۱۱ مې پېښو په اړه د ډېری ايرانيانو او د دوی د حکومت دريځونو ترمنځ پراخ توپير دی، د ايرانيانو اکثريت لکه څنګه چې ده وويل، د دغو مسالو په اړه په درناوي او ځيرکتيا فکر کوي.

ښاغلي اوباما وويل پر ايران ځکه بنديزنه لګېدلي چې دغه هېواد نه توانېدلی نړيوالې ټولنې ته قناعت ورکړي چې اتومي پروګرام يې سوله ييزې موخې لري. ده وويل ايران کولی شي د مسوليت وړ دريځ لار غوره کړي او د اتومي وسله د نه خپراوي تړون په چوکاټ کې له سوله ييز اتومي پروګام نه د ګټې اخيستلو خپل حق خوندي کړي.