په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

منصوري: د ملي پيوستون پروګرام د هېواد ۷۰٪ برخو ته رسېدلی

د افغانستان د کليو او پراختيا وزارت وايي تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې به د کليوالي بيارغونې نوی پلان بشپړ شي.

د دغه پلان پر بنسټ به په لرې پرتو کليوالي سيمو کې هم ښارګوټي جوړ شي او د يو ډول خدمتونو په وړاندې کولو سره به د بانډو او ښارونو ترمنځ شته واټن راکم شي.

د وزارت د چارواکو په وينا د ملي پیوستون پروګرام چې نژدې د هېواد په ۷۰ سلنه برخه کې پلی شوی د نوي دغه پلان د عملي کولو لپاره لار هواره کړې ده.

دوی وايي نړيوال بانک ورسره منلې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ملي پېوستون پروګرام لپاره شاوخوا يونيم ميليارد ډالره ورکړي.

په کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزي د کليو د پراختیا او بېارغونې له وزير جارالله منصوري سره مرکه کړې او په پېل کې يې ترې د راتلونکي پنځه کلن پلان په اړه پوښتلي دي؟