ستاسې غږ: افغانان د سولې له شورا څه هيلې لري؟

د سولې جرګه

ددې اوونۍ ستاسې غږ کې په دې غږېږو چې افغانان د سولې راوستو په لړ کې څه هيلې لري او څه بايد وکړي؟

افغان حکومت له اوږده ځنده وروسته وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو لپاره د سولې د شورا غړي اعلان کړل.

دا شورا چې نژدې ۷۰ غړي لري، تر دې دمه يې په اړه بېلابېل غبرگونونه مخې ته راغلي دي.

ځينې کسان فکر کوي چې دا شورا ډېره لويه ده، ددې نظر منتقدين بيا په دې نظر دي چې له دې سره شورا هر اړخيزه شوې، ځينې بيا يو شمېر غړي په دې تورنوي چې جنگونو کې يې برخه درلوده دغه راز دې ته ورته نور غبرگونونه هم مخې ته راغلي دي.

ددې ا,ونۍ ستاسې غږ کې په دې غږېږو چې افغانان د سولې راوستو په لړ کې څه هيلې لري او څه بايد وکړي؟

که په دې اړه نظر يا پوښتنه لرئ، نو د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ ته زنگ راووهئ، يا هم په دې شمېره:

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

خپل ايس ايم ايس راوستوئ.

دغه راز په:

Pashto@bbc.co.uk

خپل برېښناليکونه هم را ستولى شئ.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .