په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوزی ادبي، هنري پروګرام

د دې اوونۍ پېلوزي کې

Image caption د تور غاټول فېلم کېدی اوسکار ته ونومول شي.

(تور غاټول) يو نوی افغان فېلم دی چې کېدی شي اوسکار ته ونومول شي.

اوسکار جايزې نومونې ته دغه افغان سيال فېلم د تېر سپتمبر په (۲۳) د کابل په اريانا سينما کې نندارې ته وړاندې شو. دغه فېلم (The Black Tulip) يا (تور غاټول) نومېږي چې د کابل د يوې مېرمنې او د هغې د کورنۍ کيسه کوي.

دغه مېرمن د طالبانو نظام له ړنګېدو وروسته د ازداۍ له فرصت ګټه اخلي او په کابل کې (اشيانه شاعر يا د شاعر دېره) په نامه يو روستورانټ پرانيزي. په دېره کې شاعران له پرانيستي دريځ او مايکروفون ګټه اخلي، نارينه او ښځې دغه ځای يو خوندي او دواړو ته مساوي او هم يو جذبوونکی ځای مومي، خپل شعرونه، سندرې او کيسې په کې وايي.

خو د (شاعر دېره) بيا د طالبانو پام ورجلبوي او د رستورانټ د څښتنې د کورنۍ په نښه کوي، په تښتوو او وژلو يې پيل کوي. د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي د (تور غاټول) فېلم ځينې خورا ډراماټيکې شېبې داسې نندارې ورښيې چې هېڅکله پر کومه افغان سينما نه دي ښودل شوي، لکه د خلکو ترمخ ښکلول، نر او ښځه يو بل سره لمس کول او د ښځو ښکنځل.

د نيويارک ټايمز په وينا ډېری افغانانو چې دغه فېلم يې کتلی وايي د هغې ټولنې انځورونه يې نه ده په کې ليدلې، چې دوی يې پېژني.

د (تور غاټول) فېلم ډايرکټره او ليکواله (سونيا ناصري کول) ده چې په افغانستان کې زېږېدلې او د (۱۹۷۹) کال په پای کې د روسانو له يرغل وروسته امريکا ته لېږدېدلې ده. دا په (لاس انجلس) کې (د افغانستان نړيوالې موسسې) چارې پر مخ بيايي.

د (تور غاټول) فېلم چې مېرمن (ناصري) په خپله هم په کې لوبېدلې د دې لومړی دغه ډول فېلم دی. اغلې سونيا وايي غوښتل يې د خپل فېلم له لارې د افغان ټولنې پخوا او اوسنی حالت وښيي:

((ما غوښتل له جګړې مخکې کلتور وښييم، ما همداسې فېلم ليکلی، ځکه غوښتل مې چې نړۍ وګوري موږ څنګه وو، اوس چې نور موږ ګوري فکر کوي موږ وحشيان يوو، نارينه يوازې له ټوپکونه او ښځې له چادريو سره ګوري، او افغانستان په همدې ډول ويني، نو ما غوښتل چې خلک وګوري چې څنګه وو او څنګه شوو.

بل دا چې خلک نه شي کولی ان يو رستورانټ پرانيزي، هر لوری ترهګري او وېره ده، زه غواړم د افغاستان ځوانې ښځې پخوا ته په کتلو په راتلونکي کې هم هغه حالت ته ځان ورسوي، ما غوښتل د خپل وطن ښځو ته د همدې مثال وښيم. د فېلم پای او پيغام همدا دی چې هېڅکله بايد يو څوک ونه وايي چې نه کېږي او هم دا چې ازادي د نړۍ د ټولو وګړيو حق دی))

په (تور غاټول) فېلم کې په (دري، پښتو او انګرېزۍ) خبرې شوې، چې پر افغانانو سربېره بهرنيان هم په کې لوبېدلي، او د مېرمن (ناصري کول) په وينا د فېلم ډکونې تخنيکي کارکوونکي امريکايان وو، خو لوبغاړي يې ډېری افغانان وو، دا وايي:

((له دوو پرته، چې يو امريکايی او بل ايټالوی، دوه جنرالان دي، نور د فېلم ټول لوبغاړي افغانان دي، د فېلم په ډکولو مو (۲۴) ورځې تېرې کړې او يوه، يوه نيم مياشت هلته وم، تر دې چې د فېلم جوړونې مخکې کارونه بشپړ شول، او د فېلم ډکونې چارې په کابل او د کابل شاوخوا ترسره شوې))

اوس داسې ګومان دی چې د (تور غاټول) فېلم کېدی شي د بهرنيو ژبو په ډله کې د اوسکار جايزې ته ونومول شي. اوسکار ته نومول شوي فېلمونه به د راتلونکې جنورۍ په (۲۵) اعلانېږي، او د اوسکار اکاډمۍ جايزو (۸۳) دوره به بيا د (۲۰۱۱) د فبرورۍ په پای کې ترسره کېږي.

خو دا چې افغان سينما څومره پرمختګ کړی، ريښتيا يې هم د افغانان دودونو او ټولنې انځورونه کړې؟

د دې اوونۍ پېلوزي بنډار مو همدې موضوع ته ځانګړی کړی، چې پېژندل شوی فېلمي او ډرامايي ستوری ممنون مقصودي او ليکوال او اديب نجيب منلی په کې راسره خبرې کوي.

په زابل کې فرهنګي چارې

د زابل ولايت چارواکي وايي اوس يې په کلات کې د ولايتي بيا رغونې ادارې ( پي ار ټي) په لګښت د زابل راډيو لپاره ودانۍ جوړه کړې ده. دوی وايي راډيو يې پراخه ساحه پوښي، پر بېلابېلو موضوع ګانو خپرونې کوي او ډېر مينه وال لري. زابل د افغانستان يو نارمه ولايت دی، چې په کې د فرهنګي فعاليتونو راپورنه هم ډېر نه ورکول، د دغه ولايت د اطلاعاتو اتو فرهنګ ادارې مشر (بسم الله لودين) په زابل کې پر فرهنګي فعاليتونو راسره خبرې کوو.

کوميډي يا د ټوکو کتاب

په امريکا کې معيوبو زلميانو د (کومېډي) يا (ټوکو) کتاب اتل يوه مسلمانه څېره وړاندې کړې ده. دا به د (کوميډي) کتابونو مينه والو لپاره لومړی ځل وي چې نوی (سوپر هيرو) يا ستر اتل په کې يو مسلمان معيوب هلک ګوري چې پر ګرځنده څوکۍ به ګرځي. دغه څېره د امريکايي او سوريايي زلميانو د فکرونو زېږنده چې تېره مياشت د سوريې په پلازمېنه (دمشق) کې د يو خيريه سازمان له خوا راغونډ شوي وو. سيد عبد الرحيم پرې له نيويارک نور حال راکوي.

ټوني کرټېس ومړ

Image caption ټوني کرټېس په خپل هنري ژوند کې په ۱۲۰ فلمونو کې کار کړی و

د هاليووډ مخور ستوری (ټوني کرټېس Tony Curtis) د زړه ناروغۍ له امله د امريکا په (نيواډا Nevada) کې په خپل کور کې په (۸۵) کلنۍ مړ شو. دی چې د هاليووډ د طلايي دورې ستوری بلل کېده، د مشهورې فېلم ستورې (مارلين مونرو) سره د (ځينې يې ګرم خوښوي يا Some Like it Hot) فېلم په ګډون په مشهورو فېلمونو کې لوبېدلی دی. (ټوني کرټېس) د نيويارک په (مانهاټن) کې زېږېدلی و او د هنګري د يو يهودي کډوال زوی و، چې د خپل ژوند له بېوزلي پيل نه په پای کې د نړۍ يوه مشهوره څېره شو.

دی په (۱۹۵۹) کې د (ننګيالي The Defiant Ones) فېلم کې د غوره لوبغاړي په توګه د اوسکار جايزې ته نومول شوی و، چې تورپوستي فېلم ستوري (سېډني پواټې Sidney Poitier) هم په کې کار کړی و. د (ټوني کېرټېس) فېلمي ژوند (۶) لسيزې دوام وکړ او د (ټراپېزې Trapeze، سپارټاکوس Spartacus او واکېنګز The Vikings) په ګدون په څه د پاسه ۱۲۰ فېلمونو کې يې کار کړی دی. (کرټېس) د ۱۹۲۵ کال جنورۍ په ۳ مه زېږېدلی و او اصلي نوم يې (برنارډ شوارټز Bernard Schwartz) و.

ده مخکې له دې چې په (۱۹۴۹) کال کې يې د (ټوني کرټېس) نامه خپلولو سره خپل فېلمي ژوند پيل کړ، په دويمه نړيواله جګړه کې يې هم برخه اخيستې وه. د ده لور (جېمي لي کرټېس) د خپل پلاره په اړه ويلي چې په فېلمونو او رسامۍ کې يې ستر کارونه پرې ايښي دي. (ټوني کرټېس) د خپل عمر په يوه موده کې د شرابو او نورو توکيو په نشه هم اخته شوی و، چې په رغېدو او عادي ژوند ته په ستنېدو سره بيا يو رسام شو. دغه فېلم ستوري (۶) ځله واده کړی و، چې تر ټولو مشهور يې له فېلمي ستورې (جانېټ لی Janet Leigh)سره و، چې مخوره فېلم ستورې (جېمي لي کرټېس) لور، او نور شپږ اولادونه هم ترې پاتې دي.

په پېلوزي کې لنډ فرهنګي خبرونه هم لرو

Image caption ګلوريا سټيوارټ په (ټايټانېک) فېلم کې له بېړۍ نه د ژوندۍ پاتې شوې سپين سرې رول لوبولی و.

فېلم ستورې (ګلوريا سټيوارټ Gloria Stuart)، چې په (ټايټانېك) فېلم كې يې له بېړۍ ژوندۍ پانې شوې سپين سرې ښځې كار كړى و، د خپل عمر په (۱۰۰) مړه شوې ده. دغې فېلم ستورې په (۱۹۳۰) كلونو كې په څو فېلمونو كې كار كړى و، خو بيا يې په (۱۹۴۶) كال كې په فېلمونو كې له لوبېدو لاس واخيست. (سټيوراټ) د خپل عمر په وروستيو كې بيا په فېلمونو كې تمثيل پيل كړ، او په (۸۷) كلنۍ تر ټولو د ډېر عمر فېلم لوبغاړې وه چې په (ټايټانېك) فېلم كې د (۱۰۱) كلنې (روز كالوېرټ Rose Calvert) څېرې په لوبولو د (اوسكار) جايزې ته ونومول شوه.

د دې كورنۍ ويلي چې مېرمن (سټيوارټ) په (لانس انجلس) كې په خپل كور د خوب په مهال مړه شوې ده. د (ټايټانېك) فېلم په (۱۹۹۷) د نړۍ تر ټولو لوړ مالي عايدات ترلاسه كړي و، تر هغه چې د ډېرو پيسو ګټلو دغه لقب په (۲۰۰۹) كال كې (اوېټار) فېلم خپل كړ.

Image caption ارتن پن د (بوني انډ کلايډ) فلم خورا ډېر شهرت وموند

د (بوني انډ کلايډ Bonnie and Clyde) فېلم ډايرېکټر (ارتر پن Arthur Penn) د خپل عمر (۸۸) کلنۍ له بشپړونې يوه ورځ وروسته ومړ. د نوموړي لور (مولي پن Molly Penn) وويل پلار يې د (نيويارک) په (مانهاټن) کې د زړه د دورې له امله مړ شو. ښاغلي (پن) د (ټوني اېوارډ Tony-award) او (بروډوې Broadway) نندارو کې د (معجزه The Miracle) او (تر کوره پورې All the Way Home) فېلمونو سره په جايزه ګټلو خپل نوم جوړ کړ.

خو نوموړی به تر ډېره د (بوني انډ کلايډ Bonnie and Clyde) په فېلم يادېږي چې په (۱۹۶۷) کال کې تر ټولو غوره فېلم بلل کېده. ښاغلی (پن) په دې مشهور و، چې فېلمي لوبغاړيو ته به يې په رول لوبونه کې لاس پرانيستی پرېښود چې په مقابل کې به يې د ښه رول لوبونې تمه کوله.

ټاکل شوې د (ستوريو جګړې) يا (Star Wars) فېلم بشپړه کيسه په (3D) يا درې بعديزه بڼه راووځي. د (ستوريو جګړې) لومړۍ کړۍ چې (Phantom Menace) يا د (اروا ګواښنه) نومېږي، اټکل دی په (۲۰۱۲) کال کې راووځي، چې نور فېلمونه به ورپسې وي.

Image caption د (ستوريو جګړې) فېلم په (تري ډي) اوړي

د راپورنو له مخې د دغو فېلمونو (ډايرېکټر) يا لارښود (جورج لوکاس George Lucas) د (3D) بڼې ته د (Star Wars) اړولو کار تر هغه ځنډولی و، چې د ليدلو لپاره يې د پوره پردو له شته والي ډاډ ترلاسه شي. د (جېمز کامرون James Cameron) د (اوېټار) فېلم له برياليتوب وروسته چې په څو ځايونو کې يې د پراخې کتنې ريکارډ جوړ کړی، د (3D) فېلمونو اوس ډېره عادي بڼه غوره کړې ده.

په تېر اپرېل کې (ډريم ورکس DreamWorks) شرکت اعلان وکړ چې د (شرېک Shrek) فېلم په (3D) بڼه اړوي. په دې اړه هم راپورونه ورکړل شوي چې د (وارنر بروس Warner Bros) پلان لري د (هاري پاټر Harry Potter) په دغه نوې راژوندۍ شوې بڼه (3D) واړوي.

Image caption ډاني بويل د (سلم ډاګ مېليونر) فېلم په ډايرېکټرۍ د اوسکار جايزه وګټله.

ټاکل شوې (ډاني بويل Danny Boyle) د بريتانيا د فېلم انسټيټيوټ جايزه ترلاسه کړي. دغه انسټيټيوټ ويلي دغه جايزه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې کارونه يې د فېلي صنعت په وده کې څرګنده ونډه لرلې وي.

ښاغلی (بويل) چې د (سلم ډاګ مليونېر The Slumdog Millionaire) ډايرېکټر يا لارښود دی، وايي د جايزې د ترلاسه کولو خبر هېښ کړی، او ورسره د خوشالۍ احساس کوي. د (۱۲۷ ساعتونو 127 Hours) په نامه د ده د وروستي فېلم له نندارې سره به د (لندن فېلم فيسټيوال) پای ته ورسېږي. د ښاغلي (بويل) دغه فېلم به د ښو فېلمونو په ډله کې هم سيالي وکړي.

د يوې پلټنې پر بنسټ چې د موسيقۍ (پي ار اېس) موسسې ترسره کړې د (ټول رنځ ګالي) سندره چې د امريکا د (R.E.M) په نامه راک موسيقۍ يوې ډلې بللې ده، د هغو سندرو په سر کې راځي چې تر ډېره کېدی شي نارينه وژړوي. د (ټول رنځ ګالي) سندره په (۱۹۹۲) کال کې خپره شوې ده. سږ کال د پاپ موسيقۍ يو شمېر سندر غاړيو د (هايتي) زلزلې ځپليو سره د مرسته په موخه دغه سندره يو ځل بيا وويله، چې په (۲۱) پېړۍ کې تر اوسه د خيريه کارونو تر ټولو زياته پلورل شوې سندره شوه. (په جنت کې اوښکې) چې د (ارېک کلېپټڼ) ليکلې سندره ده چې په ژړوونکو سندرو کې دوهم ځای نيسي.

(ارېک کلېپټڼ) دغه سندره په (۱۹۹۱) کال کې د خپل (۴) کلن زوی له مرګ وروسته وليکله. دغه پلټنه له (۱۷۰۰) کسانو څخه د يوې نظر پوښتنې په ترڅ کې ترسره شوې، د موسيقۍ لپاره د (پي ار اېس) موسسې کار د سندرغاړيو او سندرو جوړوونکيو لپاره د قانوني حقونو ترلاسه کول دي.

Image caption په نوي (وال سټريت ۲) کې مايکل ډګلس لوبېدلی دی

د (وال سټريت ۲) فېلم په امريکا کې تر ټولو زيات عايد لرونکی فېلم شوی دی. دا د (اوليور سټون Oliver Stone) فېلم دی چې د (۱۹۸۷) کال د (وال سټريټ) په نامه فېلم وروسته يې جوړوي. په دغه نوي (وال سټريټ، پاول هېڅ نه ويده کېږي) فېلم کې (مايکل ډګلس Michael Douglas) لوبېدلی، چې په شمالي امريکا کې يې تر ټولو زيات پلور درلود. د لومړيو لاسته راوړنو له مخې دغه فېلم د اوونۍ د پای رخصتیو کې دغه فېلم (۱۹) مليون ډالرو په ارزښت پلورل شوی دی.

د ټليفونونو يوه امريکايي انجينيير د (کاريوکا Karaoke) سندرو ويلو نړيوالې سيالۍ کې يوه ناعادي جايزه ګټلې ده. دغه انجينيير چې (اډوارډ پيمنټل Edward Pimentel) نومېږي په دغه جايزه کې د روسي (منتو يا اشکو) يو مليون ټوټې ګټلې دي. دغه مسابقه چې په مسکو کې ترسره شوې، ده ته په کې د مسابقې ګڼ شمېر مينه والو رايه ورکړې ده.

د مسابقې تنظيموونکيو ويلي ښاغلي (پيمنټل) ان که هره ورځ (۱۰۰) ټوټې هم وخوري، نو هغه اندازه (منتو) يې چې ترلاسه کړی د ده به (۲۷) کاله بس وي.

نوموړی مسلکي سندرغاړی نه دی، اوه په خپله خوښه سندرې وايي، دی به يوه پاڼه ترلاسه کړي، چې له مخې به يې کله چې وغواړي د (منتو) دغه ټوټې خوړلی شي.

Image caption اډوارډ پيمنټل د سندرو په سيالۍ کې د منتو يو مليون ټوټې جايزې په توګه ګټلي دي

دغه سندرغاړی په مسابقه کې پر نورو سيالانو برلاسی شو، چې له (۱۶) هېوادونو څخه ورغلي وو.

سره له دې سندغاړی (پيمنټل) د څارګرې ډلې په قانع کولو کې پاتې راغی، خو هغه خلک يې قانع کړی شول، چې ده ته يې رايه ورکړه.

او له افغانستانه په فرهنګي خبرونو کې:

افغان ژورنالست او ليکوال مياګل اروال تېره دوشنبه د زړه د ناروغۍ له امله مړ شو. ارواښاد مياګل اروال ډېر کلونه د افغان رسنيو يو فعال غړی پاتې شوی، د سياسي او ټولنيزو چارو په اړه يې خپل نظر درلود او هم يې په ټولنيزو، کلتوري او سياسي مسلو ليکنې کولې. ارواښاد مياګل اروال په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان د ملي شورا د رسنيو دفتر کې کار کاوه.

د نن افغانستان مجلې څلورمه ګڼه له چاپه راوتلې ده. دغه مجله د (نن افغانستان اسلامي، ادبي او معلوماتي ټولنه) خپروي. دغه ټوله وايي مجله يې د پښتو مجلو ترمنځ ځانګړی ځای لري چي د کمپيوټر مهارتونو، ساينس او ټکنالوجۍ او هم د نړۍ د نويو اختراع ګانو په اړه لراو بر افغانانو ته معلومات وړاندې کوي.

د افغانستان په شمال کې د لومړۍ پښتو خپرونې (پرخه) مجلې د شپږم کال دويمه او پر له پسې څلورويشتمه ګنه له چاپه راووتلې ده. د پرخې په دغه ګڼه کې پارلماني ټاکنو په اړه، هايکو لنډۍ او داسې نورې بېلابېلې ليکنې خپرې شوي دي. د دې ګڼې سرليکنه هم د ولسي جرګې ټاكنو ته ځانګړې شوې ده.

(پرخه) د افغانستان د شمال خلکو دوديزې اصلاحي جرګې د فرهنګې څانګې لخوا خپرېږي. پر دې سر بېره له همدغه شماله (پسرلی) درې مياشتنۍ مجلې شلمه ګڼه له چاپه راوتلې ده. په دې ګڼه كې د افغانستان د روانو سياسي حالاتو په اړه شننې، ليکنې او ژباړې خپرې شوې دي. (پسرلی) ناپېيلې، سياسي او ټولنيزه خپرونه ده چې په هرو دريو مياشتو کې د افغانستان شمال مېشتو فرهنګيانو له خوا له خبرېږي.

دا اوونۍ د کابل په استقلال لېسه کې د فرانسې کلتوري مرکز بيا پرانستل شو. د دغه مرکز ودانۍ چې د کنفرانسونو، نندارتونونو او کنسرټونو د جوړولو لپاره وه، له رغونې وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شوه. په دغې ودانۍ کې د ښوونې او پېداګوژۍ مرکزونه هم جوړ شوي دي. په دغو مرکزونو کې به له دې وروسته فرانسوي ماهران افغان ښوونکو ته مسلکي زده کړې ورکوي.