د امریکا د ښکلا ملکه: پر خپله مسلمانۍ نه شرمېږم

ریما الفقیه

نوموړې وايي دا چې د لبنان ده، ډېره خوښه ده او پر خپلې مسلمانۍ وياړي.

یوې امریکایۍ، چې په دغه هېواد کې یې د ښکلا د ملکې لقب هم ګټلی، ویلي دا چې په اصل کې عربي توکمه او مسلمانه ده، پر خپله مسلمانۍ نه شرمېږي.

ریما الفقیه د بي بي سي "په حقیقت کې" پروګرام د مرکې پرمهال ويلي که دا د ښکلا په سیالۍ کې پاتې هم راشي، پر خپل اسلام به ویاړي.

کلېکاږل افغانه پېغله د د ښکلا ملکه شوه

نوموړې ويلي چې په ګټو سیالیو کې یې خلکو ته خپل اسلام اعلان کړی او پرې ویاړي.

ریما الفقیه چې په اصل کې د لبنان ده، د امریکا د ۲۰۱۰ کال د ښکلا د ملکې لومړۍ مقاو وګاټه.

دا لومړۍ عربي الاصله امريکايۍ ده چې په متحده ایالتونو کې د ښکلا لومړی مقام ګټي.

۲۴ کلنه ریما د سیالۍ پرمهال په ۵۰ نورو نجونو کې، چې د امریکا له هر ګوټ نه ورغلې وې لومړی مقام ګټلی دی، او تر هغې مخکې یې د میشیګن ایالت د ښځو د ښکلا سیالي هم ګټلې ده.

او په ۲۰۰۸ کال کې یې په امریکا کې د لبنان لخوا د ښکلا په یوه مسابقه کې هم لومړی مقام ګټلی دی.

"ولسمشر او ملکه"

دا وايي دا چې د امریکا جنډه سوځول سم کار نه دی، د هېڅ یوه سپېڅلي کتاب سوځول هم د زغملو نه دی.

ځينې داسې انګېري چې ښايي د ښکلا په سیالیو کې د ریما لومړی مقام د امریکا پر اوسني ولسمشر بارک اوباما پورې اړه ولري، دا ځکه چې هغه (اوباما) مسلمانانو ته په مثبت نظر ګوري.

ریما الفقیه وايي، د اوباما تر بریالیتوب وروسته په امریکا کې له ټولو ناامریکايي لږکیو سره د هیلو غوټۍ راوټوکېدلې:

نوموړې په مسکا سره وویل: "تر هغه چې بارک حسین اوباما په سپينه ماڼۍ کې وي، د متحده ایالتونو د ښکلا ملکه به ریما حسین الفقیه وي."

په دې وروستیو کې د ښکلا په سیالیو کې د ګڼو مسلمانو مېرمنو لومړی مقام ګټل په لوېديځ دې ښي اړخو ګونونو د غصې لامل شوې دي.

وړاندې درې مسلمانې نجونې چې یوه یې له تونس، بله له المغرب او درېیمه له کوسووا څخه وې، د ښکلا په سیالۍ کې د ۱۲ نجونو له منځه یې لومړۍ درجې وګټلې.

دغه مسابقه چې په سویس کې ترسره شوې وه، د دغه هېواد دیموکرات منځلاری ګوند د سیالۍ پر پایلو خوښ نه برېښېده.

ریما الفقیه د لبنان په جنوبي صریفا ښار کې زیږېدلې ده، د ښکلا په سیالۍ کې د هغې د لومړي مقام ګټل په ګڼو ورځپاڼو او انټرنېټ پاڼو کې توده موضوع ګرځېدلې وه.

د ریما ځينې کلیوال په امریکا کې د هغې د کامیابۍ په اړه خوښ ښکارېدل، خو یو شمېر نورو بیا ویل چې پر انټرنېټ پاڼو د هغې د کالیو په اړه نیوکه کوله، چې له لبناني ټولنې سره سر نه خوري.

همدا وو چې د صریفا له ښار او واټونو څخه یې د هغې ځړول شوي عکسونه راټول او وسېځل.

ریما الفقیه

ریما الفقیه: "په امریکا کې خلک پوره ازادي لري، هرڅوک حق لري چې ځان ته خپل دین او عقیده غوره کړي او خپله لاره وټاکي."

ریما الفقیه په دې اړه وايي: "د ښځو یوه خاصه پارټي وه، چې هلته عکسونه هم پکې واخیستل شول. که چېرې کوم څوک زما پرضد دريځ لري، نو د هغه د دريځ د اړولو هېڅ توان نه لرم. "

نوموړې وايي دا چې د لبنان ده، ډېره خوښه ده او پر خپلې مسلمانۍ وياړي.

نوموړې د حجاب په اړه وايي: "په امریکا کې خلک پوره ازادي لري، هرڅوک حق لري چې ځان ته خپل دین او عقیده غوره کړي او خپله لاره وټاکي."

خو نوموړې وايي چې د قرآن سوځول نه شي زغملی او کله یې چې د فلوريدا ایالت د یوې کوچنۍ کلیسا لخوا د قرآن سوځولو خبر واورېده، ډېره خپه شوه.

دا وايي دا چې د امریکا جنډه سوځول سم کار نه دی، د هېڅ یوه سپېڅلي کتاب سوځول هم د زغملو نه دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .