په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان مهمو ادارو ته ۸۰ وېبپاڼې جوړېږي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي يوه مياشت وروسته به نژدې ټولې مهمې حکومتي ادارې د مخابراتو وزارت له لوري جوړې شوې ځانګړې وېبپاڼې ولري.

دغه شاوخوا ۸۰ انټرنېټ پاڼې داسې چمتو شوي تر هغه چې په پښتو ، دري او انګليسي، درېواړو ژبو په يوه ځای مطالب نه وي خپاره شوي ، سيستم پر يوه ژبه مطالب نه خپروي.

دوی وايي له دغه کاره يې هدف دا دی چې د وزارتونو له لوري په کارېدونکو وېبپاڼو کې چې د ډېرو سرورونه يې له هېواده بهر دي په کې د لاسوهنې مخه ونيسي.

په کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزي د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې له مشر اېمل مرجان سره مرکه کړې او په پېل کې يې د دغه پروګرام جزييات ترې پوښتلي دي؟