په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل ښاروال: تر ژمې به د کابل زیاتره سړکونه پاخه شي

کابل ښاروال وايي له هغې کمپنۍ سره يې کړی تړون بېرته لغوه کړی چې د دارالامان تر ماڼۍ پورې غځېدلی سړک يې پخاوه.

نوموړي ددې کار لامل ددغې کمپنۍ کمه کاري وړتيا او ورو کار وباله.

کابل ښاروال وويل په راتلونکو څو کلونو کې به د کابل څه باندې زره کيلومتره سړکونه پاخه کړي .

هميم جلالزي له انجنير محمديونس نواندېش سره مرکه کړې چې ښاغلی نواندېش په سر کې ورته په کابل ښار کې د پخو شويو سړکونو په اړه معلومات ورکوي: