د کونډوليزا رايس د خاطراتو لومړی ټوک خپور شو

کونډوليزا رايس پر امريکا تر بريدونو وروسته د بوش د حکومت تېروتني مني، خو لوستونکي د دې په کتاب کې پر عراق د يرغل د پرېکړې په باب د دې نظر غواړي.

Image caption کونډولیزا رایس وايي چې دويم ټوک به يې د دې د سياسي ژوند په باره کې وي.

دا خبرې کونډوليزا رايس په شلا مني، خو د خپلو خاطراتو په کتاب کې يې پر خوله نه دي راوړي.

کونډوليزا رايس د افغانستان او عراق په جګړو کې د خپلي ونډې په باب هېڅ نه دي ليکلي.

د خاطراتو دغه کتاب دوه ټوکه دی چې دويم ټوک به يې په رانوي کال کې چاپ شي.

لومړی ټوک يې د دې د کوچنيوالي د پنځوسمې او شپېتمې لسيزې د امريکا د توکمپالې ټولنې د هغې زمانې انځور دی چې د مور او پلار بکې يوه لور وه.

دا وايي چې دويم ټوک به يې د دې د سياسي ژوند په باره کې وي.

کونډوليزا رايس وايي د بوش د حکومت د کړنو په باب داسې قضاوت چې پر انصاف دې برابر وي، ډېر کلونه وروسته کېدلای شي.

دا وايي دا به تاريخ ته پرېږدو چې ماته څه وه او بری څه و.

دې وويل چې ډېرو داسې نه ليدل چې د افغانستان او عراق جګړه دې دومره اوږده شي.

کونډوليزا رايس وايي زه په دې پوهېدم ځکه چې په افغانستان کې جنګ ګټل هېڅکله هم اسانه نه و.

اوس هم د افغانستان جنګ زموږ لپاره اسانه نه دی. خو دا هم وايم چې اوس په دغه هېواد کې ښځې د ټولو په مخ کې نه سنګسارېږي، د نجونو ښوونځي جوړ شوي او القاعده په افغانستان کې اډې نه لري.

دې د حامد کرزي د حکومت او د طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د خبر په باب وويل چې دا ډېر مالومات نه پکي لري خو دې خبرداری ورکړ چې دا بايد هېره نه کړو چې طالبان د دې په قول څوک ول او څوک دي.

دې وويل چې که چېرې دا کار کېږي نو له ډېر زورور دريځ څخه دې خبرې ورسره وشي.

کتاب يې دا نکل هم کوي چې څنګه مور او پلار او استاذانو د تعليم په برکت دې ته لار برابره کړه چې د امريکا د لومړۍ تورپوستې په توګه د بهرنيو چارو د وزارت مقام ته ورسېده.

د دې پر ځای چې دا د جګړې دفاع وکړي.، دې په کتاب د کوچنيوالي هغه کيسې راخيستې چې په جنګ پوري هېڅ اړه نه لري.

کتاب پردې پای ته رسېږي چې د سپتمبرتر پېښو اته مياشتې د مخه دا په سپينه ماڼۍ کې د ملي امنيت د سلاکارې په توګه وګمارل شوه.

د سې شنبې په ورځ يې د خپل کتاب ځانګړي عام خلک د تشهير په ترڅ کې رسنيو ته ومنله چې بېله شکه موږ تېروتنې کړې دي.

Image caption سرچپه د پخواني لومړي وزير توني بلير کتاب چې په رسنيو کې يې خبرونه خپاره شول، په ډاګه ليکلي دي چې پر عراق د يرغل په ملګرتيا کې پر خپلو کړو پښېمانه نه دی.

د امريکا دغه پخوانۍ د بهرنيو چارو وزيرې وويل چې زه د بوش د حکومت په کړنو وياړم.

دې وويل چې د سپتمبر تر بريدونو وروسته داسې فکر کېده چي دغسې بريدونه به بيا وشي. زه په دې باندې اوس هم وياړم چې د هر شي جوګه چي موږ و خپل اوس مو نه دی سپمولی.

سرچپه د پخواني لومړي وزير توني بلير کتاب چې په رسنيو کې يې خبرونه خپاره شول، په ډاګه ليکلي دي چې پر عراق د يرغل په ملګرتيا کې پر خپلو کړو پښېمانه نه دی.

خو د پنجشنبې په ورځ په بروسل کې بيا د امريکا د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون د ناټو سرمنشي په يوه خبري غونډه کې وويل چې پرسرد دې چې له طالبانو سره د خبرو کار اسانه نه دی او ودې شي چې ګردسره کار ونه کړي.

خو له ځينو طالبانو سره د خبرو اترو په بهير کې به د حامد کرزي له حکومت څخه هېڅ ډول سياسي او نظامي مرسته ونه سپموي.

ورته مطالب