یوه انګرېزه پر افغان زلمي مینه شوه

د انګلستان په لوېدیځ کې یوې مور او لور یې داسې یو کمپاین یا هلې ځلې پیل کړي چې ساری یې لږ لیدل کیږي، ځکه چې دا کمپاین پارلمان ته د بریالیتوب او یا ولایتي شورا د غړیتوب له پاره نه دی.

دا ځل خبر دا ده چې پر یوه افغان ځوان مینه انګرېزه، له هېواده د د هغه د وتلو په مخ کې خنډ شوې ده.

دغه افغان ځوان محمد پردیسي نومیږي او ۱۸ کلن دی، چې دوه کاله کیږي چې د سوندن په ښارګوټي کې چې له لندن څخه شاوخوا اتیا میله لېرې پروت دی ژوند کوي.

پردیسي وايي بریتانیا ته وروسته تر هغه راغی چې ورور یې طالبانو وواژه، او دده ژوند ته خطر و، دی نه پوهیږي چې پر کورنۍ یې اوس څه راغلي دي.

خو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د هغه د کډوالۍ غوښتنه نده منلې او د قانون له مخې چې اوس اتلس کلن شوی باید بېرته افغانستان ته ولاړ شي.

خو له دغه حکم سره نه یواځې د افغان ځوان زړه مات شوی، بلکې د محکمې په دغې فیصلې ایما ویلمز هم خواشینې ده، ځکه پر افغان ځوان محمد پردیسي مینه ده.

ایما ویلمز چې انګلیسه ده، په تېرو دوو کلونو کې له دغه افغان ځوان سره آشنا او وروسته پرې مینه شوې ، نجلې وايي که محمد پردیسي بېرته افغانستان ته شړل کیږي نو دا به هم ورسره ولاړه شي، چې دغه موضوع د نجلۍ د مور د اندیښنې وړ ګرځېدلی.

د نجلۍ مور سو ولیمز وايي له هغو کسانو سره چې په دې برخه کې تجربې لري اړیکې یې ټینګې کړي دي ، له هغې ډلې په برستول ښار کې له یوې مېرمنې سره چې د یوه بل افغان زده کوونکي له پاره یې کمپاین وکړ او په بریتانیا کې یې ورته د دایمي استوګنې اجازه ترلاسه کړه اړیکې نیولي

مېرمن سو اوس یوه عریضه کړې چې د کورنیو چارو وزرات او پخپله د کورنیو چارو وزیر ته یې ورورسوي.

د بریتانیا د کورنیو چار وزارت یو ویاند وايي دوی د محمد پردیسي د کډوالۍ غوښتنه په غور سره کتلې او د هغه ردول د محکمې له پرېکړې سره سم شوي دي.

دغه ویاند زیاته کړه موږ دا غوره ګڼو د پردیسي په شان کسان چې په بریتانیا کې د اوسېدو لپاره دلیل نه لري، دا هېواد پخپله پرېږدي.

او وايي د کډوالۍ سیستم د ملاتړ په توګه ددغو کسانو په زور شړل ضرور او اړین دي.

ورته مطالب