فېشن ډيزاین او د سولې پيغام

سلطانه لودین

سلطانه لودین چي د ډېر کوچنيوالي نه يې له جامې جوړولو سره جوړه ده، دا خبره مني چې دغه کار له ډېرې خوارۍ او ستړيا داسې ډک کار دی چې ګام پرګام نوښت او ځیرکتیا غواړي.

فېشن ډيزاینر يا هغه څوک چې ډول ډول کالي جوړوي، په لوېديځ کې يو له ستونزمنو کسبونو څخه ګڼل کېږي. وايي چي دغه کسب په لوېديځ کي په ۱۹مه پېړۍ کي باب شوی دی.

فېشن ډيزاینر اکثره هغه جامې جوړوي چې اغوستل يې د يوې ورځې لپاره وي نه هره ورځ.

فېشن ډيزاینر د عامه تمايلاتو د خبرېدو لپاره رسنۍ څاري، کتابونه لولي، لنډه دا چې په هره لوړه او ژوره کې يې سترګه وي، خو بيا هم په دغه کسب کې د ډېرو لږو کسانو بری په برخه کېږي.

کلېکاږل افغان فېشن شو ۲۰۱۰ په لندن کې

سلطانه لودين هغه افغان ډيزاینره ده چې پر دغو ټولو ننګونو يې د بري په نيت دغه ډګر ته رادانګلي دي.

آغلې لودین چي د ډېر کوچنيوالي نه يې له جامې جوړولو سره جوړه ده، دا خبره مني چې دغه کار له ډېرې خوارۍ او ستړيا داسې ډک کار دی چې ګام پرګام نوښت او ځیرکتیا غواړي.

وايي چې ډيزاينرځينې وخت د کالیو د سکښت له لارې عامه ذهنيت هم ځلوي. سلطانه لودين د امريکا د کليفورنيا په ايالت کې ژوند کوي چې د ژوند ډېره برخه يې په امريکا کي تېره کړې ده.

د امريکا تر پېښو وروسته مسلمانان په دغه هېواد کې له ګڼ شمېر سياسي، ټولنيزو، اقتصادي او د هويت له ستونزو سره مخامخ دي چې د دوی په هنر او ادبياتو کې يې انعکاس له ورايه څرګند دی.

د امريکا د اوسېدونکو افغانانو ژوند د پوره داستان څخه کم نه دی. په دې برخه کي د سلطانې د سولې کلکشن ډيزاینونه پرمارکولو، افغان اولمپيک، اود افغانستان بېرغ سربېره د رحمان بابا هغه کميس د يادولو وړ دی چي د دغه نامتو پښتانه شاعر د سولې او مينې پېغام په لسګونو شعرونه بېله ژباړې په پښتو ليک کښل شوي دي.

که څه هم شايد امريکايانو ته عربي وايشي.

خو سلطانې د سولې د شاعر پيغام په خوږه سادګۍ سکښتلی دی. خپل ډيزاینونه يې په لسو فېشن نندارو کې وړاندې کړي چې د برياليو نندارو پيسې يې د افغان يتيمانو سره مرسته کړې ده.

که څه هم د امريکا په اقتصادي بده ورځ کې ګڼ شمېر فېشن ډيزاینرو نورو کسبونو ته مخه کړې ده، خو سلطانه د سانفرانسيسکوپه ښار کې د فېشن ډيزاین په برخه کې پر لوړو زده کړو په دې ارمان بوخته ده چې يوه ورځ يې د سولې افغاني ارمان په نړيواله کچه ياد شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .