په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان ځواکونو ته د امنيت سپارنې اندېښنې

د افغانستان په اړه د امريکا او ناټو سټراټيژۍ يوه برخه د افغان پوځ او پوليسو روزل دی. خو دا چې افغان ملي پوځ ته د امنيت سپارلو سټراټيژي کار کوي، که څنګه، يو لړ اندېښنې يې راپورته کړې دي.

Image caption ناټو دا خبره مني چې د افغان پليو ځواکنو نژدې يو په پنځمه برخه، له رخصتۍ پرته له دندو تللي دي

امريکايي ځواکونو بي بي سي ته د د داسې جدی اندېښنو په اړه خبرې کړې چې د افغان ځواکونو ترمنځ ځينې سرتېري په نشه يي توکيو اخته دي، او هم يو شمېر نور له خپلو دندو تښتي.

د بي بي سي خبريال (پاول ووډ) له امريکايي ځواکونو سره له کندهار بهر وتلی او دغه راپور يې را استولی دی.

د طالبانو سيمې دننه وړاندې افغان او نړيوال ځواکونه څنګ په څنګ ګزمه کوي، د دوی دنده د طالبانو د بيرغ راښکته کول دي، دا يو خطرناک کار دی.

امريکايان د دغو عملياتو مشري کوي، خو دوی يو افغان افسر ته انتظار کوي چې هغه دغه بيرغ راښکته کړي.

دا له احتياط سره مل پړاويز کار دی، داسې تنظيم شوی چې وښيي دلته واک له افغان پوځ سره دی، نه له طالبانو سره، سټراټيژي دلته هغسې ده چې په عراق کې پلې شوې وه، هغه هم د ځايي ځواکونو روزل او هغوی ته د دندې سپارل دي. خو په افغانستان کې دې موخې ته د رسېدو وخت ډېر لنډ ښکاري.

ناټو دا خبره مني چې د افغان پليو ځواکنو نژدې يو په پنځمه برخه، له رخصتۍ پرته له دندو تللي دي، او د جګړې لپاره ټوليو کې دغه شمېر کېدی شي لا ډېر لوړ وي.

دغه افغان کنډک بايد (۷۹۶) سرتېريو په شمء ځواکمن وي، (۲۱۷) سرتېري يې په جنوب جګړې ته د تګ پر ځای، په کابل کې بې درکه شول، وروسته (۱۴۸) نور سرتېري له خپلو رخصتيو بېرته رستانه نه شول. نو نژدې نيم شمېر سرتېري چې بايد دلته وی، له خپلو دندو ورک دي.

امريکايي سرتېري وايي ډېری افغان ځواکونه چې پاتې کېږي، د خپلو دندو پر مهال يا چرس او يا هم پوډر څکوي، د کمزوري نظم شکايتونه کېږي، ان د افسرانو او سرتېريو ترمنځ لاس اچونه هم کېږي.

دغه افغان سرتېري خپلو دندو ته ژمن وو، ((دی وايي زه غواړم د خپل وطن لپاره وجنګېږم او غواړم له خپلو خلکو سره مرسته وکړم))

خو دوی په اتو مياشتو کې هېڅ رخصتي نه ده لرلې، نو نه دي توانېدلي چې خپلې پيسې کورونو ته ورسوي، نو ځکه ډېرو يې خپله دنده پرېښوده.

دلته د امريکايي کنډک قوماندا جنرال (پيټر بېنچوف) وايي دوی افغانان ځواکونو په روزلو کې خپل ټول وس کاروي:

Image caption ناټو افغانځواکونو روزنې خورا ډېر پام کوي.

((دا يو خپلواک هېواد دی، دا دوی خپل وسله وال ځواک دی، دوی بايد په پای کې د خپل هېواد د امنيت ساتنې دنده پر غاړه واخلي، موږ به هر څه چې کولی شو، دغه ځای په رسولو کې ورسره وکړو، که څه هم له دغه کنډک سره موږ خورا اوږد مزل تر مخ لرو))

دا په امريکايي اډه کې د خلکو راغوښتل شوې شورا ده. دا په يو وخت کې د طالبانو سيمه وه، اوس يو افغان ډګروال د دغه بحث مشري کوي. افغانان له افغانانو سره خبرې کوي، چې بهرني ځواکونه داسې نه شي کولی. دا د افغان ځواکونو يو داسې رول دی چې نه شي پرېښودل کېدی، ځکه کوم اړخ چې د دوی په څېر خلک يې په پای کې ملاتړ کوي، د دې جګړې پايلې به ټاکي.