په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوزی، ادبي، هنري خپرونه

د پېلوزي تپه دې اوونۍ ګڼه کې راسره اوریء:

د افغانستان په لوېديځ هرات کې د اطلاعاتو او کلتور ادارې يو پلان جوړ کړی چې پر بنسټ يې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو او د هم ښار دننه سيمو کي په لسګونو کتابتونونه جوړ کړي. دغه اداره وايي د دغه ګام موخه يې په ټولنه کې د کتاب لوستنې فرهنګ دودول دي. د کلتوري مسالو يوشمېر کارپوهانو او ځوانانو دغه ګام ستايلی او هيله يې څرګنده کړې چې دغه پلان په پراخه کچه او معياري ډول پلی شي. له هراته پرې محمد قاضي زاده راپور راکوي.

خو د کتاب لوستنې اوسنۍ حال څنګه دی؟ څه د پاسه دېرش کلنې جګړې په افغانستان کې پوهنه او زده کړه زيانمنه کړې، چې له امله يې د کتاب لوستنې دود هم کمزوری شوی دی.

Image caption په افغانستان کې د کتاب لوستنې هڅونه لا اوس هم ټکنۍ ده.

دا چې کتاب او د لوست دود يې لږترلږه د ګاونډيو هېوادونو په څېر د خلکو ترمنځ پراخ شي، دې موخې ته رسېدا به کلونه وخت او د پرانيستي لاس پانګونې ته اړتيا لري. په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د چاپ چارو او فرهنګي ټولنو له پراخېدو سره د کتاب او هم يې د لوست خپرېدو هيلې زياتې شوې دي. خو اوسمهال د کتاب لوست دود په څه حال کې دی، ليکوال او څېړونکی اسد الله غضنفر يې په اړه راسره خبرې کوي.

Image caption په ګردېز کې د پکتيا پېژندنې په اړه سيمينار جوړ شوی و.

دا اوونۍ د پكتيا په مركز ګردېز كې د (پكتيا پيژندنې) په نامه يو علمي سيمينارجوړ شوی و. سيمينار په ګرديز کې د اوښتون كلتوري ټولنې له خواجوړ شوى و چې د افغانستان له بېلابېلو برخو څيړونكي او ليكوالان ورغلي وو. دا لومړی ځل دی چې د پکتيا پېژندنې په اړه يوه څېړنيزه غونډه جوړېږي. په دغه يو ورځني سيمينار كې د پكتيا په تاريخي، فرهنګي، اقتصادي حالت، قومي جوړښتونو، طبيعي زېرمواو زده كړې په بهير مقالې ولوستل شوې. د سيمينار په وياړ اوښتون او علمي خپرندويه ټولنې يوولس بېلابېل كتابونه هم چاپ كړي و. په اړه يې له ګردېزه احسان الله مهجور راپور راکوي.

Image caption په بلخ کې خبريالان شکايت کوي چې له ازاد چاپېريال بخمن نه دي.

د افغانستان په شمال بلخ کې يو شمېر خبريالان وايي دوی په دغه ولايت کې په آزاد ډول په ځينو خبري موضوع ګانو کار نه شي کولی. دغو خبريالانو دوه ورځې وړاندې په (مزار شريف کې دافغان او نړيوالو خبري ټولو په يوه کنفرانس کې ويلي وو چې دوی په خپله سيمه کې دې ته اړ کېږي چې لومړی خپل خبرونه سانسور او بيا خپاره کړي، خو د بلخ ولايت چارواکي وايي دوی د وينا د آزادۍ ملاتړ کوي او دغه تورونه ردوي چې ګواکې خبريالان هلته تر فشار لاندې دي، او د کار آزاد چاپېريال نه لري. له مزار شريف نه پرې امير بريال راپور راکوي

Image caption مصري چارواکي وايي د اسلامي هنر موزيم کې (۲۵) زره توکي دي.

دا اوونۍ د مصر په پلازمېنه قاهره کې د اسلامي هنرونو موزيم پرانيستل شو. په موزيم کې د (۱۳) پېړيو اسلامي مدنيت تاريخي اثار ايښودل شوي، چې مرمر ډبرو نيولې، شيشو، لوښيو تر پخوانيو لرګينو او وسپنيزو اثار او هم اسلامي ليکنې چې د کلونو په اوږدو کې له بېلابېلو اسلامي زمانو راپاتې دي. د مصر د تاريخي اثارو اداري چارواکي وايي د اسلامي هنر موزيم (۱۰۰) زره تاريخي توکي لري، چې (۲۵) زره يې اوس د قاهرې د (باب الخلق) تاريخي سيمې په دغه موزيم کې نندارې ايښودل شوي دي.

مصر د موزيونو ادارې مشر محمد الفتاح وايي د اسلامي اثارو دغه موزيم د نړۍ له خورا مهمو موزيمونو دی:

((د اسلامي هنر موزيم په نړۍ کې له سترو متخصصو موزيمونو شمېرل کېږي، او دغه راز په ټوله نړۍ کې يو خورا مهم اسلامي موزيم دی. په دغه موزيم کې داسې اثري توکي شته چې په مصر کې له لرغونې اسلامي مدنيت راپاتې دي، او هم د عربي هېوادونو، ايران او ترکيې تاريخي اثار هم په کې دي))

د قاهرې د اسلامي هنر دغه موزيم ودانۍ د (۱۹۰۳) په دسمبر کې پرانيستل شوې، او په لومړيو کې به د اثارو هغه ټوټې په کې ايښودل کېدې چې پاچايانو او دولتي چارواکيو به د سوغاتونو په توګه ورکولې، او بيا وروسته هغه اثار هم په کې ځای شول چې د مصر په اسلامي ځايونو کې موندل کېدل. د (۱۹۸۰) کلونو په لومړيو کې د موزيم ودانۍ پراخونې چارې ترسره شوې، خو د وروستی ځل لپاره په (۲۰۰۳) کې د ترميم او سمونې په موخه وتړل شو، او دا اوونۍ له نژدې اتو کلونو وروسته بيا پرانيستل شو.

Image caption د دوحې فېلم فسټيوال کې د هاليووډ ستورې سلما حايک هم ګډون لري.

دا اوونۍ د قطر په پلازمېنه (دوحه) کې د (ټريبېکا Tribeca) فېلم فسټوال پيل شو. په دغه سينمايی جشن کې د عربي نړۍ د مصر او تونس پر فلمي ستوريو سربېره د هاليووډ او باليووډ فېلم ستوري هم ګډون لري. هاليووډ فېلم ستورې (سلما حايک) وايي وياړي چې د عربانو سينمايي وړتياوو په هڅونې کې ګډون کوي.

((زه ډېره وياړم چې د عربانو د استعداد او وړتيا د ملاتړ په هڅه کې ګډون کوم. زه فکر کوم، دا د دې وخت دی چې دوی په نړيواله کچه پياوړی غږ ولري، او واورېدل شي او زه فکر کوم دغه فېلمي فسټوال د دې لپاره يو ډېر ښه دريځ دی))

د (دوحې) فېلمونو موسسه وايي دغه پنځه ورځنۍ فېلمي جشن کلتوري او ټولنيزې موخې لري، چې د روان اوکتوبر له (۲۶) تر (۳۰) مې پورې دوام کوي، او په ترڅ کې به يې غوره عربي او نړيوال فېلمونه نندارې ته وړاندې شي. دغه فسټيوال په (۲۰۰۹) کال کې د (دوحې) فېلم موسسې او د (روبرټ ډينيرو)(ټرېبېکا) فېلم موسسې په ملګرتيا جوړ شوی او هر کال ترسره کېږي.

د پېلوزي فرهنګي خبرونه

د امريکا (فوربس Forbes) مجلې چې د مشهورو څېرو چارې څاري، ليکلي چې د دغه هېواد د پاپ پخواني مخور سندرغاړي (مايکل جکسن) عايدات تېر کال شاوخوا (۲۷۵) مليون ډالرو ته رسېدلي دي. دغه مجله وايي په دې اندازه عايدات، د ټلوېزيوني پروګرام له وړاندې کوونکې (اوپرا وېنفري Oprah Winfrey) پرته د هنر د هرې څېرې له عايداتو که مړه وي او يا ژوندي، ډېر لوړ دي. د فوربس مجلې يوې ليکوالې (ليسي روزLacey Rose) ويلي په نړيواله کچه د (مايکل جاکسن) د پيسو عايدات د حيرانۍ خبره نه وه، ځکه چې له مرګ وروسته يې په اړه پام په پراخ ډول زيات شوی دی.

Image caption له کيڼ لوري (مايکل جکسن)، (الوېس پرېسلي) او (جان رونالډ ټولکين)

له ده وروسته د سندرغاړي (الوېس پرېسلي Elvis Presley) ترکې دوهم ځای نيولی چې (۶۰) مليونو ته رسېږي، او ورپسې د ګوتيو پاچا (Lord of Rings) فېلمونو ليکوال (جان رونالډ ټولکين JRR Tolkien) ترکه راځي، چې ورپسې فلمونو يې (۵۰) مليونه ډالر ګټلي دي. د فوربس مجله په خپله ارزونه کې وايي د (مايکل جکسن) ترکې دومره عايدات ګټلي چې په ګډه د ۱۲ سترو مخورو څېرو له ګټو هم اوړي. خو مايکل جکسن د خپل ژوند په وروستيو کې په پراخه پوروړی و، او پورونه يې (۵۰۰) مليون ډارو ته رسېدل. دی د (۲۰۰۹) په جون کې د خپل عمر په (۵۰) ناببره مړ شو.

د اوسکار ګټونکی امريکايی فېلم ډايرېکټر (اوليور سټون Oliver Stone) وايي دی له هندي سينما سره مينه لري، ځکه دی وايي هندي فېلمونه په دې توانېدلي چې په يوه وخت کې د (کومېډي، مينې او غم) ترمنځ سره بدل رابدل شي. نوموړي ويلي که په زړه پورې کيسه ومومي نو په هند کې به يو فېلم جوړ کړي. ښاغلي (سټون) اوس د هند په لوېديځ ممبای کې دی او ټاکل شوې چې هلته د فېلم په يو مخور فسټيوال کې د خپل عمر د لاسته راوړنو جايزه واخلي.

انګريزی شاعر (سيمس هېني Seamus Heaney) د (Human Chain) يا (بشري ځنځير) په نامه خپلې شعري ټولګې له مخې د سږ کال (ټي اس اېليوټ TS Eliot) جايزې ته نومول شوی دی. (سيمس هېني) چې په ادب کې د نوبل جايزې ګټونکی هم دی، په دې وروستيو کې يې د خپلې همدغې ټولګې له مخې د (Forward Prize) جايزه هم ګټلې ده. دی په (۲۰۰۶) کال کې هم د (ټي اس اېليوټ) جايزې ګټونکی اعلان شوی و. د دغې (۱۵) زره پونډه جايزې ګټونکی به د راتلونکې جنورۍ په (۲۴) مه اعلانېږي. د (ټي اس اېليوټ) جايزه د (شعري کتاب ټولنې) له لوري تنظيمېږي، چې بنسټ يې په (۱۹۵۳) کال کې ايښودل شوی دی. (ټي اس اېليوټ) په خپله د معاصرې انګرېزۍ مخور شاعر او اديب و.

Image caption د جېمز بونډ دغه موټر د لندن په يو مزاد کې په څه د پاسه (۴) مليون ډالره وپلورل شو.

د جېمز بونډ (اسټون مارټن) ډوله موټر د لندن په يو مزاد کې په څه د پاسه (۴) مليون ډالره وپلورل شو. دغه موټر چې د سپينو زرو په څېر رنګ لري، په (۱۹۶۴) کې د لومړي ځل لپاره د جېمز بونډ فېلمونو کې راڅرګند شوی، چې فېلم ستوري (شون کونري) د يو جاسوس په رول کې چلاوه. د مزادونو په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې دا په نړۍ کې تر ټولو مشهور موټر دی، او د دغه ډول له دوو موټرو نه يو دی چې دواړه په ځانګړی ډول د جېمز بونډ فېلمونو لپاره جوړ شوي دي. اوس دغه موټر د امريکا د اوهايو ولايت يو اوسېدونکي پېرلی، او غواړي په خپل ټاټوبي کې يې د موټرونو په يو موزيم کې نندارې ته کېږدي. دغه موټر په (۱۹۶۹) کال کې په (۱۲) زره ډالرو پېرل شوی و.

Image caption د بريتانيا کتابتون تکل لري د انګرېزۍ ژبې پرمختګ جدولي کړي

د بريتانيا کتابتون تکل لري د انګرېزۍ ژبې پرمختګ جدولي کړي. (بريتانوی کتابتون) له خلکو غواړي په دې کې مرسته وکړی چې وښيي په بريتانيا کې د خبرو تلفظ څنګه بدلېږي. په دې چاره کې د خپلې خوښې ګډونوالو غوښتنه کېږي، د ماشومانو يو کتاب يو څپرکې په خپلو غږونو ثبت کړي، چې وګوري ځينې ټاکلي غږونه او لهجې څنګه بدلون مومي. (بريتانوی کتابتون) وايي تنکي ځوانان تر ډېر د (H) توری، د دې پر ځای چې (aitch اېچ) تلفظ کړي، (haitch هېچ) يې تلفظ کوي. دغه کتابتون د يونندارتون پرانيستلو لپاره هم چمتوالی نيسي چې (د انګرېزۍ پرمختګ، يوه ژبه او ډېر غږونه) بلل کېږي. کتونکي وايي چې ژبپوهان هېڅ داسې پايلو ته نه دي رسېدلي چې ووايي کوم تلفظ سم او کوم ناسم دی. کتابتون وايي دا به لومړی داسې نندارتون وي چې د انګرېزۍ څېړنه کوي.

د (شلمې پېړۍ فاکس) شرکت اعلان کړی، (اوېټار) فېلم چې د سينما په تاريخ کې يې تر ټولو زياتې پيسې ګټلې، دوهمه ګڼه به يې د (۲۰۱۴) په دسمبر کې، او درېيمه برخه به يې يو کال وروسته په (۲۰۱۵) کې راووځي. ټاکل شوې د (اوېټار) فېلم لارښوونکی ياډايرېکټر (جېمز کامرون) د خپل فېلم د دوو راتلونکو برخو ليکنه د راتلونکي کال له لومړيو سره پيل کړي. دی وايي هر فېلم يوه بېله کيسه لري، خو په همدې وخت کې به د فېلم درې واړه برخې يو له بل سره هم تړلې وي. د سينما په تاريخ کې د ډېرو پيسو ګټونکی دوهم فېلم (ټايټانېک) و، چې هغه هم د ښاغلي کامرون په ډايرکټرۍ جوړ شوی و، او د نړۍ په کچه يې يو مليارډ او (۸۴) مليون ډالره ګټلي وو.