برتانیا د روسي ډرامه لیکونکي انتون چیخوف کور رغوي

د انتون چیخوف مجسمه
Image caption انتون چیخوف خپل زیاتره ادبي اثار په همدې کور کې لیکلي دي.

یوې برتانوۍ مؤسسې د روسي ډرامه او کیسه لیکونکي انتون چیخوف د هغه کور د رغولو هوډ کړی، چې ځينې لیکنې یې پکې کړې دي.

ټاکل شوې، چې د نوموړي دغه کور به د روان ۲۰۱۰ کال ترپایه پورې ورغول شي.

چیخوف په ۱۸۹۸ کال کې د تور سمندرګي پر څنډه د اوکراین په یالتا ښار کې دغه څو پوړيزه او په روسي بڼه جوړ شوي کور ته لېږدېدلی و.

نوموړی له ځوانۍ څخه په نري رنځ اخته و، چې بالاخره په ۱۹۰۴ کال کې یې د مرګ تر پولې ورساوه.

رویټرز خبري اژانس د انتون چیخوف مؤسسې په حواله چې په لندن کې یې مرکزي دفتر دی، وايي دغه سپين رنګه کور په ۱۹۲۱ کال په موزیم بدل شو، چې د نه ترمیم له امله یې ډېرې برخې ویجاړې شوې چې له همدې امله په ۲۰۰۷ کال کې وتړل شو.

چیخوف په خپل دغه کور کې دوې مشهورې "د ګیلاس بڼ" او "درې خویندې" ډرامې ولیکلې.

د چیخوف د بیوګرافۍ لیکوالې او د برتانوۍ خیریه مؤسسې مشرې روزا موند بارتلیټ ویلي چې له دوو کلونو راهیسې یې ۳۹۲ زره ډالره راغوند کړي چې په وینا یې "د نړۍ دغه تاریخي اثر بېرته ورغوي." چې د رغونې چارې به یې د ۲۰۱۰ کال تر ختمېدو پورې پای ته ورسېږي.

Image caption د انتون چیخوف کور په شنو ونو کې دی.

دغې مؤسسې تر ډېره خپلې مرستې د اوکراین له حکومت څخه ترلاسه کړې، خو یوه اندازه یې برتانوي فیلمي ستورو ورکړې دي.

د "امریکايي سفیران" مؤسسې هم له دې کار سره د مرستې ژمنه کړې ده.

او یوه روسي سوداګر الکسندر لیبیدیف چې دوه برتانوۍ ورځپاڼې چلوي، هم ویلي چې مرسته به کوي.

سږکال د چیکوف د زیږېدو ۱۵۰ کلیزه لمانځل کېږي.