د مایکل جېکسن "نوی" سندريز البوم راوځي

د مایکل جېکسن نوی سندريز البوم راوځي
Image caption مایکل جېکسن تر ۵۰ کلونو ژوند ورسوته د ۲۰۰۹ په جولای کې ومړ او او د لاس انجلېس د فاريسټ لان په هدېره کي خاورو ته وسپارل شو.

په راتلونکې میاشت (دسمبر) کې د پاپ موسیقۍ د وتلي او مړه شوي لوبغاړي مایکل جېکسن د سندرو "نوی" البوم به بازار ته راووځي.

په دغه نوي البوم کې چې "مایکل" نومېږي، هغه سندرې راغونډې شوې، چې ښاغلي جېکسن تر مړینې وړاندې د ۲۰۰۹ کال په جولای کې ثبت کړې او بشپړې کړې دي.

جېکسن تر مړینې مخکې د پاپ موسیقۍ له خپلو ملګرو سره په ګډه د "وېل آی آم"، او"آكون"، او"ني يو". په نومونو البومونه جوړ کړي ول.

د پاپ موسیقۍ دغه سندرغاړی په ګرده نړۍ کې ډېر مینه وال لري، خو ځينې یې له وروستی البوم څخه خوښ نه ښکاري.

د فېسبوک پر ټولنیزې وېبپاڼې ځينو ویلي چې "مایکل.... هاغسې نه دی لکه پخوا" دا ځکه چې دوی وايي "هغه دا ډول سندرې سوني شرکت ته نه ورکولې، چې په البوم کې دې ځای ورکړل شي."

د هغه وروستۍ سندره، چې لا تراوسه نه ده خپره شوې "عاجل خبر" نومېږي، چې د راتلونکې دوشنبې له ورځې وروسته به خپره شي.

د سوني شرکت ویلي دا سندره په ۲۰۰۷ کال کې په نیوجرسي کې نه ده ثبت شوې، بلکې تر هغه وروسته بشپړه شوه.

مایکل جېکسن تر ۵۰ کلونو ژوند ورسوته د ۲۰۰۹ په جولای کې ومړ او او د لاس انجلېس د فاريسټ لان په هدېره کي خاورو ته وسپارل شو.