په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لویې څارنوالۍ د سوداګرۍ پخوانی وزیر په اختلاس تورن کړی

Image caption امین فرهنګ د اختلاس تورونه نه مني.

د افغانستان لويه څارنوالي په پام لري د افغان کابينې دهغه پخواني وزير دوسيه به ځانگړې محکمې ته واستوي چې له دندې په ناوړه گټې اخيستنې او درغليو تورن دى.

د لویې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي د سوداگرۍ پخوانی وزير امين فرهنگ په شاوخوا ١٩ ميليون ډالره اختلاس تورن دى.

خو له بي بي سي سره ښاغلي فرهنگ دغه تورونه رد کړل او ويې ويل چې حاضر دى په دې اړه محکمې ته ولاړ شي او له ځانه دفاع وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان لویه څارنوالي د مخکنۍ کابینې یو وزیر د اختلاس په تور تورنوي او ځانګړې محکمې ته یې ورپېژني

پر افغان دولت کورني او بهرني فشارونه دي چې ګني په ادارو کې یې پراخه فساد روان دی.

خو ولسمشر کرزي په دې وروستیو کې د اداري فساد او بډو پرضد یوه ځانګړې اداره جوړه کړه، چې په وزارتونو کې د درغلیو پېښې وڅېړي.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي: ''موږ له ډېر پخوا راهیسې د درغلیو او اختلاس پر دوسیو کار کوو، خو مخکې داسې یوه ځانګړې محکمه نه وه جوړه شوې، چې تورن وزیران پکې راغوښتل.''